10 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په جوزجان کې يوشمېر سرتيري د خپلو معاشونو دنه ترلاسه کولو له امله سر ټکوي

په جوزجان کې يوشمېر سرتيري د خپلو معاشونو دنه ترلاسه کولو له امله سر ټکوي

کابل \ باختردليندۍ دمياشتې١٩نيټه : په جوزجان کې يوشمېر...

 اته تنه پوځيانو په فارياب کې شهيدان شول

اته تنه پوځيانو په فارياب کې شهيدان شول

کابل \ باختردليندۍ دمياشتې١٩نيټه اته تنه پوځيانو تېره شپه...

د نشه يي توکو د توليد درې کارخانې ويجاړې شوې

د نشه يي توکو د توليد درې کارخانې ويجاړې شوې

کابل \ باختردليندۍ دمياشتې١٩نيټه : د نشه يي توکو د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حسينې صافۍ په فرهنګي برخه کې د فيروزکوه موسسې په زياتو همکاريو ټينګار وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردتلې دمياشتې ١٧نيټه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې صافۍ نن د فيروزکوه موسسې د فرهنګي ميراثونو په چاروکې له سلاکار سره په کابل کې وکتل .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
په دې کتنه کې د فيروزکوه موسسې د فرهنګي ميراثونو په چاروکې سلاکار په افغانستان کې د دغه بنسټ د کړو وړو او فعاليتونو په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل چې فيروزکوه په ٢٠٠٦ ميلادي کال کې په کابل کې په فعاليت پيل وکړ او د فرهنګي ميراثونو په تېره بيا د غير ملموسو فرهنګي ميراثونو، ښوونې او روزنې او د سيمې د خلکو د انکشاف په برخوکې کار کوي .
ده زياته کړه چې په تيرو دولسو کلونوکې په کابل کې د تاريخي اصالت په ساتنې سره ١٥٠ کورونه د فيروزکوه له خوا ترميم شوي او د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په لاره  دسيمې د خلکو د ظرفيت د لوړلو په برخه کې يې روزنيز پروګرامونه جوړ کړي دي.
ده زياته کړه چې د فيروزکوه موسسه په هنري برخه په تېره بيا د لاسي صنايعو، د لرګي پرمخ د کيندنې، غالۍ اوبدلو، حکاکي، زرګرۍ  او د خطاطۍ په برخوکې زيات  شاګردان روزلي دي او توليدي فعاليتونه هم لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې په فرهنګي برخه په تېره بيا د هېواد د اصيل فرهنګ د ساتنې په برخه کې د فيروزکوه موسسې کړه وړه وستايل او زياته يې کړه چې د فيروزکوه موسسې فرهنګي فعاليتونه دې بايد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د فيروزکوه ترمنځ د يو تفاهم ليک په چوکاټ کې کې تنظيم شي.
دغه راز حسينې صافۍ ټينګار وکړچې نړۍ ته د افغانستان د تاريخي آثارو او آبداتو      د ورپيژندنې او د نړيوالو فرهنګي ميراثونو په لست کې د هغو د ځايولو په باره کې بايد زياتې هڅې وشي.
پاى \ذکرالله  \

Last modified on Wednesday, 10 October 2018 04:43

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.