20 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په کابل کې  له  ٥٥ وسلو سره  ددوو تنو نيول کيدل .

په کابل کې له ٥٥ وسلو سره ددوو تنو نيول کيدل .

کابل باختر دسلواغې ديرشمه : دپوليسو موظفينو دکابل په ديارلسمې...

په دايکنډي کې بې ځايه شويو کورنيو مرستې ترلاسه کړې .

په دايکنډي کې بې ځايه شويو کورنيو مرستې ترلاسه کړې .

کابل باختر دسلواغې ديرشمه : له يوسلو څلويښتو بې...

دهېواد دکرکټ ملي ټيم دايرلند  له کرکټ  ټيم سره  لوبه کوي .

دهېواد دکرکټ ملي ټيم دايرلند له کرکټ ټيم سره لوبه کوي .

کابل باختر دسلواغې ديرشمه : دهېواد دکرکټ ملي ټيم...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دسريلانکا سفير په دغه هېواد کې دباختر دخزانې داثارو دنندارتون دجوړولو غوښتنه وکړه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د تلې اتلسمه :
په کابل کې  دسريلانکا سفير نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له سرپرستې حسينې صافۍ  سره په کتنه کې  دباختر دخزانې داثارو دنندارتون جوړولو غوښتنه وکړه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دغه کتنه کې چې په کابل کې وشوه په کابل کې دسريلانکا سفير وويل چې دراتلونکي ميلادي کال دمې په مياشت کې دلرغونو اثارو نندارتون دسريلانکا په مرکز  کولمبو  ښار کې جوړيږي .
ده په کولمبو ښار کې دافغانستان دباختر دخزانې داثارو دنندارتون دجوړولو په برخه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرستې دهمکارى غوښتنه وکړه .
حسينې صافۍ  ددې  تر څنګ  چې په سريلانکا کې دباختردخزانې دنندارتون دجوړولو په اړوند داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دهمکارى ډاډ ورکړ څرګنده يې کړه چې دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس محمد اشرف غني  دهېوادونو ترمنځ ددوستانه اړيکو او دسيمه ئيزو همکاريو په پراختيا او ټينګښت باندې  ټينګار کوي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې زياته کړه چې ددواړو هېوادونو ترمنځ دتفاهم ليک له لاسليک وروسته به په سريلانکا کې  دباختر دخزانې داثارو دنندارتون دجوړولو لپاره زمينه برابره شي
دغه راز صافۍ  دسريلانکا له سفير  څخه وغوښتل چې ددغه نندارتون دجوړولو تر څنګ دې په دغه هېواد کې دافغاني لاسي  صنايعو دنندارتون دجوړولو لپاره زمينه برابره کړي .
  ختم_ ف _ اکرم

                                           

Last modified on Thursday, 11 October 2018 07:19

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.