16 January 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په دایکنډي کې له بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

په دایکنډي کې له بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

کابل باختر د مرغومې ۲۵ مه په دایکنډي کې ولایت کې...

په هلمند کې اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

په هلمند کې اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

کابل باختر د مرغومې ۲۵ مه د هلمند ولایت په مارجې،...

په فراه کې پنځو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په فراه کې پنځو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل باختر د مرغومې ۲۵ مه د فراه ولایت په مرکز...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هنر او فرهنګ د ودې اجرائیوي کمېټې غونډه وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د لړم د میاشتې ۱٦مه
د افغانستان د هنر او فرهنګ د ودې اجرائیوي کمېټې پرون خپله غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائيه رئيس په مشرۍ غونډه وکړه.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې لومړی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو د افغانستان د فرهنګ ملي پالیسۍ د جوړېدو او شویو کارونو په اړه اجرائيه رئيس ته رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې په دې برخه کې پرمختګونه شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال پوهاند محمد رسول باوري وویل، چې په دې پالیسۍ له تېرو دوو کلنو راهیسې کار شوی او په ډېرو برخو یې بحثونه شوي دي. هغه وویل، هڅه کوي په دې پالیسۍ کې ټول ابعاد په نظر کې ونیسي او د افغانستان هېڅ وګړی له دې پالیسۍ څخه ځان محروم ونه ګڼي.
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د یادې اجرائیوي کمېټې چارې وستایلې او د فرهنګ د ملي پالیسۍ په اړه یې د ټولو اړونده ادارو هڅې وستایلې.
اجرائيه رئيس زیاته کړه، هیله من دی چې د هنر او فرهنګ اجرائیوي کمېټه په دې پالیسۍ کې د ټولو اړونده کسانو نظرونه او سلاوې واخلي او هر څه ژر دا پالیسۍ ترتیب شي، څو د اجرايي کېدو لور ته لاړه شي. پاى-سعيده


 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.