15 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پوهاند باوري : هنرمندان دې په خپلو خلاقو افکارو سره ټولنه دپرمختګ په لور رهبري کړي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د لړم شپاړلسمه : دجګړې دقربانيانو دانځورګرى هنر نندارتون نن دهنرستان په رياست کې پرانستل شو . په دې نندارتون کې جګړې دقربانيانو درسامۍ او انځور ګرى ١٤٧ اثار چې دغلام محمد ميمنګي دشاګردانو په واسطه برابر شوې دي نندارې ته وړاندې شول . دباختراژانس دخبرله مخې، ددغه نندارتون دپرانستلو په مراسمو کې دهنرستان رييس محمد هاشم شارق درسامۍ او انځور شويو اثارو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې دغه نندارتون دجګړې دقربانيانو په درناوي جوړ شوى دى شارق له مسوولانو څخه دملاتړدغوښتنې او دهنر په برخه کې دځينو ستونزو دبيانولو په ترڅ کې وويل موږ وياړو چې نن زموږ يوولسو تنو شاکردانو دکمپيوتر دديزاين له برخې څخه دفراغت سندونه ترلاسه کړل اودماشومانو له برخې څخه شپږو تنو لوړ ټولګي ته ارتقا وکړه . دده دڅرګندونوله مخې، همدا اوس ٢٠٣شاګردان په دې رياست کې تر روزنې لاندې دي . دغه راز د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دهنر او فرهنګ معين پوهاند محمد رسول باوري ددغه شان نندارتون جوړول وستايل او زياته يې کړه چې هنر په ټولنه کې د فکري بدلون سبب کېږي . باوري وويل هغه کسان چې دکمپيوتر د ديزاين له برخې څخه فارغ شوي دي له ځانه دې خلاقيت وښيي او هغه هنري اثار چې دټولنې اړتيا ده چمتو کړي . ده له هنرمندانو څخه وغوښتل چې په خپلو خلاقو افکاروسره ټولنه دترقي او پرمختګ په لور رهبري کړي . دمراسمو په پاى کې شاګردانو ته تصديق ليکونه او استادانو ته ستاين ليکونه ورکړى شول . ختم_ ف _ اکرم

Last modified on Sunday, 11 November 2018 05:25

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.