13 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د دايکنډي ولايت دښار او کورجوړولو رياست دودانۍ دجوړولو کار پيل شو .

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه : ددايکنډي ولايت دښار او...

اووه سوه کورنيو په درز اب کې مرستې ترلاسه کړې .

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه : دجوزجان ولايت په درز...

يوې ځوانې ميرمنې په جوزجان کې ځان وواژه .

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه : يوې ځوانې ميرمنې دجوزجان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دامير علي شيرنوايي دتاريخي جومات دبيا رغاونې او ترميمولو کار ديوې مياشتې په دننه کې پاى ته رسيږي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د لړم اتلسمه : دامير علي شيرنوايي دتاريخي جومات دترميمولو او بيا رغاونې کار ديوې مياشتې په دننه کې بشپړ او ګټې اخستنې ته سپارل کېږي . دهرات ولايت فرهنګي مسوولان وايي : ددغه تاريخي جومات دترميمولو او بيا رغاونې داړتيا وړ بودجه په هرات کې دترکيې دوګړنيو مرستو ددفتر له لارې برابره شوې ده . دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس اريا روفيان چې نن يې ددغې پروژې دساختماني چارو د کار اوکيفيت څرنګوالي څارلى دى د تيکا دفتر دهمکارى له امله قدرداني وکړه . ښاغلي روفيان وايي چې ټاکل شوې ده دامير علي شيرنوايي جومات بهرني برخه په اووه رنګه کاشي سره ښکلي کړى شي . داطلاعاتو اوفرهنګ رييس زياته کړه دګازرګاه شيريف په کمپلکس کې دامير علي شيرنوايي جومات ددغه کمپلکس يوه تاريخي ودانۍ دى چې له بده مرغه له پخوانيو ترميماتو څخه پاتې شوې ده خو ددغه رياست په هڅو سره دترکيې هېواد په همکارى دهغه دترميمولو کار پيل شوې او په ډير لنډ ممکن وخت کې ګټې اخستنې ته سپارل کېږي . ددغې پروژې دساختماني کار دپرمختګ څارنه دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دتاريخي ابداتو دمديريت په واسطه ترسره کېږي . دامير علي شيرنوايي جومات دترميمولو اوبيا رغاونې لګښت څه دپاسه اويا زره امريکايي ډالره اټکل شوى دى . دامير علي شيرنوايي جومات چې په ٨٧٥هجري قمري کال کې په هرات ښار کې جوړ شوى دى يوه له هغو تاريخي ودانيو څخه ده چې پنځه سوه کاله لرغونتيا لري . دغه تاريخي کمپلکس د خواجه عبدالله انصاري دارامګاه په لويديځه ضلعه کې موقعيت لري . امير علي شيرنوايي دنهمې هجري پيړى ستر تاريخي شخصيت او پوه وزير دسياسي شخصيت په توګه دسلطان سلاکار ، دلښکر قوماندان ، شاعر ، ليکوال ، متفکر او موسيقي پوه و ، چې په هرات ولايت کې يې له ځانه زياتې کارنامې پريښي دي . ديو بل خبرله مخې ، له دې سره جوخت دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس دحضرت ابو الوليد دازاداني دارامګاه دځينو برخو دبيا رغاونې دکار په کتنه کې په راتلونکو شلو ورځو کې ددغې تاريخي ودانۍ دبيا جوړولو دکار دبشپړيدو خبرورکړ . ددغې ودانۍ ديوې برخې دبيا رغاونې چارې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا دکابو پنځومليونو افغانيو په لګښت پخوا پيل شوي و . ددغې تاريخي ودانۍ دځينو برخو په ترميمولو او بيا جوړولو کې دارامګاه دمعرفي کولو په مقصد دکاشي شوې لوحې درول اودګلانو ددوو ګيډيو ترميمول شامل دي . ختم_ ف _ اکرم

Last modified on Saturday, 10 November 2018 04:23

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.