د امام اعظم (رح) نړيوال علمي - تحقيقي مرکز په پروان کې جوړ شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردلړم دمياشتې١٩نيټه :  
د امام اعظم (رح) نړيوال علمي - تحقيقي مرکز پرون د پروان ولايت په مرکز پورې اړوند جنګل باغ ساحه کې د پوليسو په روزنيز مرکزکې جوړ شو.
په هغې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مالي، اداري او ګرځندوی د معيني سيدې مژګان مصطفوي، د پروان د والي فضل الدين عيار، د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو د معين محمد شفيق صميم، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ښارواليو د چارو د معين عبدالباقي پوپل، په مشرانو جرګې، ولسي جرګې او ولايتي شورا کې د خلکو د استازو، د علومو اکاډمۍ د څيړونکو، د پوهنتونونو او ښوونځيو د پوهانو او استادانو، مشرانو او ځوانانو او د زده کوونکو په ګډون جوړه شوې وه؛ په پيل کې د هېواد د جمهور رئيس محمد اشرف غني پيغام د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ښارواليو د چارو د معين عبدالباقي پوپل له خوا ولوستل شو او څرګنده شوه: ″ د امام اعظم (رح) د علمي - تحقيقي مرکز جوړول موږ د امام اعظم (رح) د فکر او انديشې په باب د تحقيق لپاره مرسته کوي او ځاى لري چې د دغه علمي - تحقيقي مرکز د جوړولو په اړوند د پروان د خلکو او د سيمه ييزې ادارې له چارواکو څخه مننه وکړم.″
د پروان والي فضل الدين عيار د دغه علمي - تحقيقي مرکز جوړول د امام اعظم (رح)  د فګر او کارنامو د رواجولو لپاره يو ګتور ګام وباله او د هغه د بډاينې په لاره کې یې د پوهانو او څيړونکو د پاملرنې غوښتنه وکړه.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او د ګرځندوى معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي د امام اعظم ابوحنيفه (رح) د نړيوال علمي - تحقيقي مرکز د جوړولو په اړوند د هېواد د جمهور رئيس د پاملرنې او ژمنې او د پروان ولايت د سيمه ييزې ادارې د هلوځلو له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دغه نړيوال مرکز جوړولو ته د قدر په سترګه ګوري او هرکلي يې کوي.
پوهنيارې مژګان مصطفوي وويل چې امام اعظم په بېلابېلوعلومو بشپړه واکمني درلوده او د فقه په علم کې يې په نړۍ کې په سلګونو زده کوونکي وروزل.
دې وويل: هيله لرم چې دغه مرکز په عصري وسايلو سره سمبال او د هغه کتابتونونه او علمي او تحقيقاتي حوزې پراخې شي.
وروسته د هېواد د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو معين محمد شفيق صميم د امام اعظم (رح) د نړيوالو اړيکو د اصولو په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې امام اعظم ابوحنيفه (رح) هيڅکله په واکمن نظام کې د کارکولو غوښتنې ته مثبت ځواب ورنکړ او تسليم نشو.
په دې غونډه کې د مشرانو جرګې مرستيال محمدعلم ايزديار، د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړى پروفيسرعبدالباري راشد او د ولسي جرګې د تقنين کميسيون رئيس قاضي محمد نذير حنفي خبرې وکړې او امام اعظم (رح) يې ستر علمي او تاريخي شخصيت وباله.
په دې غونډه کې هغه ستاينليکونه چې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکي ادارې له خوا د پروان والي او د چاريکارو ښاروال ته په پام کې نيول شوي و، هغوۍ ته ورکړ شول.
پاى\ج\ ذ

Last modified on Sunday, 11 November 2018 04:41
back to top