په پنجشيرکې د ګرځندوى صنعت رواجېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردلړم شلمه :
ټاکل شوې ده  په راتلونکې کال کې په پنجشير ولايت کې دګرځندوى  په برخه کې ددوه سوه زرو ډالرو په لګښت پانګونه وشي .
دپنجشير داطلاعاتو اوفرهنګ رييس غلام رسول باختراژانس ته وويل چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت فرهنګي معينيت ددغه ولايت په دره ولسوالۍ کې دتلکابين دستګاه په جوړولو سره غواړي په پنجشير ولايت کې دګرځندوى  صنعت ترويج کړي .
  ده زياته کړه  چې دتلکابين دستګاه جوړولو په صورت کې په دغه ولايت کې په سياحتي سيمو په تيره بيا  دشاه دريابار  په حوض کې  دبهرنيو او کورنيو سيلانيانو اوګرځندويانو دتګ راتګ لپاره به  ښه اسانتياوې برابرې شي .
تلکابين هوايي اسانسور دى چې  له يوځاى څخه بل ځاى ته دليږدولو په موخه استفاده کېږي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

Last modified on Sunday, 11 November 2018 12:22
back to top