17 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

له قطر سره د لوبې لپاره د افغانستان د فوټبال ملي ټيم تمرينونونه پيل کړل

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر د افغانستان د فوټبال ملي ټيم...

د ننګرهار د کرنې رييس په يوه ترافيکي پېښه کې ووژل شو

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر د ننګرهار د کرنې او اوبو...

د اتل قول اردو قوماندان: طالبان د زابل په شاه جوى کې ماتې خوړلې ده

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر د اتل قول اردو قوماندان وايي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حسينې صافى: ٣٢ موارده رسانه يي شکايتونو او پنځه مورده سرغړونې وڅيړلې شوې .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختردلړم دمياشتې٢٠نيټه
      د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې او د رسانه يي  شکايتونو  او سرغړونو دڅيړنې دکميسيون  رئيسې حسينې صافۍ  نن  په يوه خبري  غونډه کې ددغه کميسيون  د روان کال د لومړيو شپږو مياشتو د کړو  وړو  په  باب  معلومات ورکړل .                                                                                                                   دباختر آژانس دخبريال دخبرله  مخې، په  دې غونډه کې په  داسې حال کې چې       د رسانه يې شکايتونو او سرغړونو  دڅيړنې دکميسيون غړو  ضيا بوميا ،  صديق الله توحيدي او جوان شير حيدري  ، دکميسيون منشي وحيد الله معني او د رسنيو دچارو سلاکار  او د اطلاعاتو او  فرهنګ   وزارت   وياند صابرمومند هم  شتون   درلود ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې وويل  چې د رسانه يي  شکايتونو او سرغړونو د څيړنې کميسيون د روان کال د لومړيو شپږو مياشتوپه بهير کې  ١٢عادي  او ٣  فوق العاده غونډې  جوړې کړې دي  .                                                                                                                         صافۍ  زياته کړه چې په دغو غونډ و کې له بېلابېلو مراجعو څخه کميسيون ته
٣٢ مورده  رسانه يي شکايتونو او پنځه  مورده سرغړونې د کميسيون  دکار په ساحې او دواک د حدودو په اړوند څيړلى شوي دي. .                                  
حسينې صافۍ  څرګنده کړه  چې دکميسيون غړي په هوډمنه توګه   هڅه کوي چې د بيان  د آزادي فضا پرانيزي او  د رسنيو د قانونمند فعاليت   زمينه برابره کړي .
دغه  راز د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت سرپرستې  زياته کړه ؛ د رسانه يي شکايتونو  اوسرغړونو د څيړنې کميسيون د هېواد  له ټولو  اوسيدونکو او د رسنيو له  مسوولانو څخه غواړي  چې  د رسنيو دسرغړونې  په  باب خپل شکايتونه په مستند ډول دغه کميسيون  ته وسپاري .                                                                     دې  زياته کړه  چې  رسيدلي شکايتونه   د هېواد   د نافذو  قوانينو سره سم او درسانه يي شکايتونو او سرغړونو دڅيړنې کميسيون له کړنلارې سره سم او ؛ دواک په  حدودوکې څيړلي کېږي.
دغه راز په  دې غونډه کې د رسانه يي  شکايتونو او سر غړونو دڅيړنې    د کميسيون  غړو دکميسيون  دکار د  بهير، د شکايتونو  د  درج  دڅرنګوالي  او   د دغه کميسيون  د  اجرااتو  په اړوند دخبريالانو  پوښتنو ته ځواب ووايه .                                       ختم_ عطاالله _ اکرم

 

Last modified on Sunday, 11 November 2018 12:20

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.