09 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حسينه صافۍ : هغو ولايتونو ته ځانګړي پاملرنه کېږي چې کم کار پکې شوى دى .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردلړم شلمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې حسينې صافۍ  نن دزابل له  والي رحمت  الله يارمل سره  په کتنه کې  په دغه ولايت کې دفرهنګي پروګرامونو په باره کې خبرې وکړې .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې کتنه کې چې په کابل کې وشوه  دزابل والي  ددغه ولايت  دفرهنګي برخو ستونزې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  له سرپرستې سره  شريکې کړې او په دغه ولايت کې  دتاريخي  څلو دترميمولو او بيا رغاونې او د ځېنو دولتي چاپي رسنيود بيا  خپرولوپه برخه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دپاملرنې غوښتنه وکړه .
حسينې صافۍ داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت يو لومړيتوب  دهېواد تاريخي څلو او فرهنګي  ميراثونو ته پاملرنه وبلله او ويې ويل  چې دغه وزارت هغو ولايتونو ته  ځانګړي پاملرنه  کوي  چې په هغو کې  کم کار شوى دى .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې څرګنده کړه چې دغه ولايت وزارت پروګرام لري  چې په راتلونکې کال کې په زابل ولايت کې  د شيخ مټي  بابا زيارت  او دشاه علم کلا  ترميم کړي .
دغه راز حسينې صافۍ  دامکان په حدودو کې د زابل ولايت په نورو فرهنګي برخو کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دهمکارى  ژمنه وکړه .
  ختم_  ف _ اکرم

 

Last modified on Sunday, 11 November 2018 12:19

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.