15 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځه پنځوس تنو وسله والو ډاراچوونکو ته مرګ ژوبله واوښته

نړيوالې خبري منابع \باختر\ دليندۍ دمياشتې٢٣نيټه : په تيرو ٢٤...

دکابل - جلال اباد د لويې لارې په تګلوري کې دعملياتو په بهيرکې دڅوکليو پاکول

دمهترلام ښار \باختر\ دليندۍ دمياشتې٢٣نيټه : په داسې حال کې دکابل...

په ننګرهار کې د اووه تنو داعشيانو وژل کيدل

دجلال اباد ښار \باختر\ دليندۍ دمياشتې٢٣نيټه : اووه ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پوهنيار ه مصطفوي دنړيوالو تمدنونو په دويمه نړيوال اجلاس کې : په افغانستان کې دګرځندوى صنعت وده دنړيوالې ټولنې ملاتړ ته اړتيا لري .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دلړم ٢٨ داطﻻعاتو او فرهنګ وزارت مالي ، اداري او ګرځندوى معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي دنړيوالو تمدنونو او دهغو دتاريخي جرړو په دويم نړيوال اجلاس کې ټينګار کړى دى چې په افغانستان کې دګرځندوى صنعت وده دنړيوالې ټولنې ملاتړ ته اړتيا لري . دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دغه غونډه چې دګرځندوى دنړيوال سازمان او دبلغاريا دګرځندوى وزارت له خوا دغړو هېوادونو داستازو په ګډون ددغه هېواد دصوفيې په ښار کې جوړه شوه ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالي ، اداري اوګرځندوى معينې په افغانستان کې دګرځندوى صنعت اوپه دې لاره کې دفرصتونو او ننګونو په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل چې افغانستان ښکلي منظرې او د ګرځندوى لپاره بې شميره جذابې سيمې لري چې هيله لرم دامنيتي شرايطو په ښه والي سره افغانستان ته دګرځندويانو دسفر زمينه زياته برابره شي . دې زياته کړه چې افغانستان په بېلابېلو دورو کې داريايي تمدن او دنورو تمدنونو په شان دبېلابېلو تمدنونو د پيداکيدو ځاى دى او دتمدنونو په زياته وده او پراختيا کې يې مهم رول لرلې دى . مصطفوي څرګنده کړه چې سياحت او ګرځندوى دهېوادونو ، فرهنګونو او تمدنونو په وروپيژندنه کې ارزښتناک رول لري . پوهنيارې مصطفوي په افغانستان کې دګرځندوى صنعت دودې په برخه کې دنړيوالې ټولنې ملاتړ مهم کار وباله او ويې ويل چې دګرځندوى صنعت پرمختيا نه يواځې له اقتصادي لحاظ دافغانستان لپاره اهميت لر ي بلکې له فرهنګي پلوه هم مهم دى . اوددغه صنعت په پراختيا سره کولاى شو دګرځندوى صنعت د ودې زمينه برابره کړو . ددغې غوڼدې په بهير کې دباختر له خزانې څخه يو مستند فلم هم نندارې ته وړاندې شو چې د برخه والو دهرکلي او ستاينې وړ وګرځيد . دغه راز پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي ددغې غوڼدې تر څنګ دغړو هېوادونو دګرځندوى له هيئتونو سره وکتل او د متقابلو همکاريواو په افغانستان کې دګرځندوى دحالت په باره کې خبرې وکړې . داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالي اداري او ګرځندوى معينې دغه راز دګرځندوى هغه نندارتون هم وکوت چې دنړيوالو تمدنونواو دهغو دتاريخي جرړو ددويم اجلاس تر څنګ چې دبلغاريا صوفيې په ښار کې ترسره شو . ختم_ ف _ اکرم

Last modified on Wednesday, 21 November 2018 04:21

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.