21 January 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د جمهوري ریاست مطبوعاتي اعلامیه

د جمهوري ریاست مطبوعاتي اعلامیه

کابل/ باختر/ د سلواغې د میاشتې ۱نېټه په میدان ښارکې د...

افغانانو ته د ويزې په ويشلو کې د آسانتياوو په رامنځته کولو کې د پاکستان ټينګار

افغانانو ته د ويزې په ويشلو کې د آسانتياوو په رامنځته کولو کې د پاکستان ټينګار

کابل \باختردسلواغې دمياشتې ١نيټه : پاکستان له افغانستان سره د تجارتي...

په هرات کې پر لسګونو ښځو جايزې وويشل شوې

کابل \باختردسلواغې دمياشتې ١نيټه : د حضرت محمد مصطفی (ص) د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په غزني کې يوولس قلمه لرغونې اثار ترلاسه شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د ليندى اتلسمه :
دغزني ښاروال  له خوا دپرمختيايي  پروژې دکار دتطبيق  په بهير کې يوولس قلمه لرغونې اثار ترلاسه شول .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دلرغونپوهنې رييس نور اغا نوري باختراژانس ته وويل چې دغه اثار په اسلامي  دورې پورې مربوط  دي چې دغزني ښاروالۍ له خوا دپرمختيايي پروژې دکار د تطبيق  په بهير کې  دسلطان محمود غزنوي دمارکيټ په وړاندې  دښاري کانالونو دکيندنې په وخت کې ترلاسه شوي دي .
نوري زياته کړه دغزني ولايت  دلرغونپوهانو  دټيم له خوا له څيړنو او کيندنو وروسته يوولس قلمه  سفالي او ډبرين اثارچې ښايي دباروتو لوښې وي،  له دغې ساحې څخه ترلاسه شوي دي او دغه اثار  له ثبت او سجل  وروسته دغزني ولايت ملي موزيم ته سپارل شوي دي .
دغه راز دتحقيقاتو په بهير کې  ثابته شوې چې دغه ساحه يوه لرغونې  ساحه ده چې داسلامي دورې  نښې نښانې او اثار  پکې ليدل کېږي او دغه ساحه دلرغونپوهنې رياست دمسلکي غړو له خوا خوندي شوې او په دې سيمه کې به زياتې څيړنې ترسره شي .   ختم_ ج _ اکرم

Last modified on Sunday, 09 December 2018 19:06

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.