21 January 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د جمهوري ریاست مطبوعاتي اعلامیه

د جمهوري ریاست مطبوعاتي اعلامیه

کابل/ باختر/ د سلواغې د میاشتې ۱نېټه په میدان ښارکې د...

افغانانو ته د ويزې په ويشلو کې د آسانتياوو په رامنځته کولو کې د پاکستان ټينګار

افغانانو ته د ويزې په ويشلو کې د آسانتياوو په رامنځته کولو کې د پاکستان ټينګار

کابل \باختردسلواغې دمياشتې ١نيټه : پاکستان له افغانستان سره د تجارتي...

په هرات کې پر لسګونو ښځو جايزې وويشل شوې

کابل \باختردسلواغې دمياشتې ١نيټه : د حضرت محمد مصطفی (ص) د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

له شپږو خبريالانو سره د ژورناليستانو د مالي صندوق له خوا مرسته وشوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردمرغومي دمياشتې١٩نيټه :
د هېواد د رسنيو شپږو تنو خبريالانو نن له هغې نغدي مرستې څخه ګټه واخيسته چې د هېواد د جمهور رئيس له خوا د ژورناليستانو د مالي ملاتړ له صندوق سره شوې وه.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د ژورناليستانو د ملي ملاتړ صندوق د سندونو د څيړنې موظفې کمېټې د مرستې د غوښتوونکو د سندونو له څيړنې وروسته شپږ تنه مستحق وبلل او سندونه يې د راتلوونکو اجرااتو لپاره د صندوق د مشرتابه عمومي غونډې ته وړاندې کړل.
مشرتابه هيئت په عمومي غونډه کې د هر يوه سندونه مطالعه او داسې وړانديز یې وکړ:
د «هېواد ورځپاڼې» د خبريالې آصفې پاتې کسانو ته چې څه موده مخکې په روغتون       کې مړه شوه، ۵۰ زره افغانۍ؛ د «افغان غږ» خبريال سيد حمزه ته ۱۵ زره افغانۍ؛ د «انيس د ملي ورځپاڼې» خبريال اخترمحمد اکاخيل ته ۱۰۰ زره افغانۍ؛ د غور ولايت يو خبريال سيد ياسين متين ته ۶۵ زره افغانۍ؛ د «ملي ټلويزيون» خبريال فضل الرحمن ته ۱۰۰ زره افغانۍ او په نيمروز ولايت کې د «پژواک د خبري آژانس» خبريال احمدشاه ته ۱۰۰ زره افغانۍ ورکړ شي چې دغه وړانديز د غونډې د غړو د رايو په اکثريت تاييد شو او مستحقو خبريالانو د مطبوعاتو په وړاندې خپلې مرستې ترلاسه کړې.
بايد وويل شي چې د صندوق مشرتابه هيئت له هغو خبريالانو څخه چې په بيړنيو  حالاتو او یا سختو ناروغيو اخته دي، غوښتنه کوي چې د مرستې د تر لاسه کولو لپاره دې د مراجعې په وخت کې د ناروغۍ سندونه، د خپلې رسنۍ تصديق، د تابعيت تذکره او يوه قطعه عکس له ځان سره ولري.
پاى\ج\ ذ

Last modified on Wednesday, 09 January 2019 19:54

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.