21 January 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د جمهوري ریاست مطبوعاتي اعلامیه

د جمهوري ریاست مطبوعاتي اعلامیه

کابل/ باختر/ د سلواغې د میاشتې ۱نېټه په میدان ښارکې د...

افغانانو ته د ويزې په ويشلو کې د آسانتياوو په رامنځته کولو کې د پاکستان ټينګار

افغانانو ته د ويزې په ويشلو کې د آسانتياوو په رامنځته کولو کې د پاکستان ټينګار

کابل \باختردسلواغې دمياشتې ١نيټه : پاکستان له افغانستان سره د تجارتي...

په هرات کې پر لسګونو ښځو جايزې وويشل شوې

کابل \باختردسلواغې دمياشتې ١نيټه : د حضرت محمد مصطفی (ص) د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د علامه سيد جمال الدين افغان د سيمينار د جوړولو د کميسيون څلورمه غونډه جوړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردمرغومي دمياشتې١٩نيټه :
د علامه سيدجمال الدين افغان د نړيوال سيمينار د جوړولو د کميسيون څلورمه غونډه  نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معين پوهاند محمد رسول باوري په  مشرۍ جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
په دې غونډه کې چې د اړوندو ادارو د واکمنو استازو په ګډون جوړه شوه، پوهاند محمد رسول باوري په لنډو خبروکې وويل چې د څيړنيزو مقالو په باب خبرې د ليکل شويو مقالو د ردولو په مانا نه دي.
ده دغه راز وويل چې د علامه سيد جمال الدين افغان له خوا ټول ليکل شوي آثار ژباړل کيږي او د چاپ لپاره يې تصميم نيول کيږي. په همدې ترتيب د نورو مقالو په باب هم اقدام کيږي.
وروسته د غونډې برخه والو د علامه سيدجمال الدين افغان د نړيوال سيمينار د جوړولو د اجندا په باب خبرې وکړې.
د غونډې په پاى کې د کميسيون غړو د هېواد له ليکوالانو، څيړونکو او محققانو څخه  وغوښتل، هغه آثار او مقالې چې د علامه سيدجمال الدين افغان د فرهنګي، سياسي        او ادبي شخصيت په باب ليکلي دي، د کميسيون په پته يې وليږي.
پاى \ج \ ذ

Last modified on Wednesday, 09 January 2019 19:46

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.