25 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د خواخوږۍ او ډاډګيرني پيغام

کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۴مه د افغانستان د علمانو...

د هېواد د جید دیني عالم او مفتي مولوي سمیع الله ریحان شهادت جمهوررئیس غني سخت خواشینی کړ

کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۴مه تروریستانو د خپلو جنایتونو...

 په کابل  کې دجنايتکاربانډ درييس عنايت قچي وژل کيدل .

په کابل کې دجنايتکاربانډ درييس عنايت قچي وژل کيدل .

-کابل باختر د غبرګولې دريمه : دجنايتکارانو ديوه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هرات کې د خبريالو مېرمنو د ستونزو د لرې کولو لپارهلې ځلې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختر د مرغومي درې ويشتمه :
يوشمېر خبريالو ښځو د هرات ولايت له مرستيال سره په کتنه کې د خپل لارې پر سر د پرتو چلنجونو په حل کولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه .
د خبريالو مېرمنو په برخه کې د خونديتوب د کميټې مسوولې عاطفې غفاري د ښځينه خبريالانو د ستونزو په باب خبرې وکړې او په کاري بهيرکې د ښه والي په لاره کې د لازمو اسانتياوو د برابرولو، په يوشمېر دولتي ادارو کې په خپل وخت د اطلاع رسونېد محدوديتونو د لرې کولو، د جنسيتي توپيرونو د لرې کولو او د کاري خونديتوب او مناسب چاپيريال دبرابرولو په لاره کې د همکارۍ او د مناسب کاري چاپيريال د برابرولو غوښتنه يې هم وکړه .
د هرات ولايت د ټولنيزو چارو مرستيالې مونسې حسن زاده د حکومت د فعاليتونو د منعکس کولو او د ستونزو د بيانولو په لاره کې د خبريالو مېرمنو د شتون او رول له امله قدرداني وکړه او ژمنه يې وکړه چې د دوى د ستونزو دحل کولو په لاره کې به لازمه  همکاري وکړي .
په همدې حال کې  د باختر آژانس مديرې  مرضيې، الهه ساحل، زينب سپهري او مېرمنحراري اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق، د ځمکې د ويشلو، تحصيلي امتيازاتو او د ستونزو د حل په لاره کې له لوړرتبه مقاماتو سره د کتنې او رسنيو ته د کافي اطلاعاتو او ځواب ورکولو په لاره کې د دولتي ادارو د مکلف کولو په باب خبرې وکړې .
  په پاى کې پريکړه وشوه چې ددغو موضوعګانو په اړوند جدي او عملي اقدامات ترسره شي . 
ختم _ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.