پنځه مورده رسانه يي شکايتونه اوسرغړونې وڅيړلې شوې .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختر د مرغومي څليرويشتمه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دسرپرستې  حسينې صافۍ په مشرۍ نن درسانه يي شکايتونو او سرغړونو دڅيړنې دکميسيون غونډه جوړه شوه 
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې،  په دې غونډه کې پنځه مورده  رسانه يي شکايتونه او سرغړونې چې ديو شمير بنسټونو له خوا کميسيون ته رسيدلې وې وڅيړلې شوې .
دکميسيون غړو ددغو مواردو له څيړنې او دقضيو  دلورو له خوا ددلايلو  له اورولو وروسته دکميسيون له  اصولو او واکونو سره سم په هر مورد کې لازمې  پريکړې وکړې  .   ختم_ عطاالله _ اکرم

back to top