26 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په غزنې کې دوسله والو طالبانو دچاوديدونکو توکو بار موټر له منځه يوړل شو

کابل باختر دغبرګولي پنځمه : په غزني ولايت کې تيره شپه...

دقران کريم ختم وشو .

کابل باختر دغبرګولي پنځمه : داطلاعاتواوفرهنګ وزارت د مشرتابه...

دکابل په پنځمه ناحيه کې يو ماين کشف اوشنډ کړى شو

کابل باختر دغبرګولي پنځمه : په کابل ښار کې ديوې چاودنې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په بلخ کې د ښځينه خبريالانو حالت وڅيړل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

مزارشريف/ باختر دسلواغې لومړۍ
د بلخ د ښځينه خبريالانو حالت پرون د بلخ ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست او د رسانه يي بنسټونو له مسوولينو سره وڅيړل شو .
دباختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې:
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د بلخ ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ د رييس صالح محمد خليق په مشرۍ جوړه شوه، د ښځينه خبريالانو د حقوقو او امتيازونو کمښت، د کار د قانون  نه تطبيقېدل، سليقوي او ناوړه چلند، د ځاني او کاري خونديتوب نشتوالی، د ځورونې شتون، د يوشمېر رسنيو دوه ګونی چلند، د يوشمېر رسنيو د مسوولينو له خوا د باور نشتوالی، د ظرفيت جوړولو د پروګرامونو نشتوالی، د ناوړو فرهنګونو او د کار په نسبت د منفي نظر شتون او د يوشمېر ښځينه خبريالانو سمبوليک رول په دغه ولايت کې د ښځينه خبريالانو په وړاندې له مهمو چلنجونوڅخه وبلل شول.
په دې غونډه کې د رسانه يي بنسټونو مسوولينو او د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په دغه ولايت کې د ښځينه خبريالانو د ستونزو په اوريدو سره د دغو ستونزو د لرې کولو ژمنه وکړه .
  ختم_ ج _ اکرم

Last modified on Monday, 21 January 2019 12:25

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.