کابل باختر د سلواغې دويمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرستې حسينې صافۍ په مشرۍ درسنيو دعالي شورا غونډه نن جوړه شوه
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې غونډه کې درسنيو دعالي شورا دپاليسۍ دمسودې دطرحې په باره کې خبرې وشوې او دکميسيون غړو په هره برخه کې خپلې نظريې او وړانديزونه طرحه کړل .
دغه راز دکميسيون څلور تنه غړي موظف شول چې ددې مسودې په طرحه کې دلازمو بدلونونو اوبشپړولو په خاطر په ګډه کار وکړي او خپل کار پايلې دې درسنيو دعالي شورا په راتلوونکې غوڼډه کې وړاندې کړي .
دغه راز په دې غونډه کې شفيق احمدزي دټوليزو رسنيو دکميسيون ددرې مياشتنيو کړنو رپوټ چې درسنيو عالي شورا ته لېږل شوي و ، وړاندې کړ او دشورا دغړو دتاييد وړ وګرځيد.
په دې غونډه کې حسينې صافۍ درسنيو دعالي شورا دپاليسۍ دمسودې دطرحې دبشپړيدو دبهير په چټکتيا باندې ټينګار وکړ .
ختم_ ف _ اکرم