20 March 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دبغلان په بزګرانو دڅارويو خوراکي توکي وويشل شول .

دبغلان په بزګرانو دڅارويو خوراکي توکي وويشل شول .

کابل باختر د کب اته ويشتمه : دبغلان ولايت دکرنې...

پنځه ويشت ټنه  تيرتاريخ او بې کيفته درمل له منځه يوړل شو .

پنځه ويشت ټنه تيرتاريخ او بې کيفته درمل له منځه يوړل شو .

کابل باختر د کب اته ويشتمه : دعامې روغتيا وزارت موظفينو...

دښځو چارو وزارت دمشرتابه هيئت پيغام .

دښځو چارو وزارت دمشرتابه هيئت پيغام .

کابل باختر د کب اته ويشتمه : د ١٣٩٨ لمريز نوي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پوهاند محمد رسول باوري: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنري فعاليتونو د ترسره کولو په برخه کې د مالي مرستې توان نلري

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر/ دسلواغې دمياشتې ٩ نيټه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري نن د افغانستان د سينماګرانو د اتحاديې له مشرتابه هيئت او د هېواد د سينما د هنر له يوشمېر هنرمندانو سره وکتل.
د باختر آژانس د خبریال د خبرله مخې:
پوهاند باوري د دغې کتنې په پيل کې وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر په برخه کې د يوه پاليسي جوړونکي بنسټ په توګه کار کوي او دغه وزارت د هنري فعاليتونو د ترسره کولو په برخه کې د مالي مرستې وړتیا نلري.
باوري په ټينګار سره وويل چې د هنر په عالي شورا کې اووه کمېټې موجودې دي چې يوه کمېټه يې په سينماګرانو پورې اړه لري.
د ده د څرګندونو له مخې: کېداى شي د سينما د برخې د هنرمندانو ستونزې د دغې کمېټې له لارې حل شي.
وروسته تيمورشاه حکيم یار، سليم شاهين، انجنيرعبداللطيف احمدي او ولي تلاش په وارسره خبرې وکړې او د دغې برخې د هنرمندانو ستونزې يې بيان کړې.
پاى \ ذکرالله \

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.