25 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د خواخوږۍ او ډاډګيرني پيغام

کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۴مه د افغانستان د علمانو...

د هېواد د جید دیني عالم او مفتي مولوي سمیع الله ریحان شهادت جمهوررئیس غني سخت خواشینی کړ

کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۴مه تروریستانو د خپلو جنایتونو...

 په کابل  کې دجنايتکاربانډ درييس عنايت قچي وژل کيدل .

په کابل کې دجنايتکاربانډ درييس عنايت قچي وژل کيدل .

-کابل باختر د غبرګولې دريمه : دجنايتکارانو ديوه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ترهګري فردي نه، بلکې نړیواله پدیده ده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

قاهره باختر د سلواغې ۱۸ مه
د مصر په قاهرې ښار کې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره په جوړ شوي علمي سیمینار کې ترهګري یوه نړیواله پدیده وبلل شوه.
په  دې علمي سیمینار کې  د مصر پر ځايي کارپوهانو او شنونکو سربېره د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین پوهاند محمد رسول باوري، په مصر کې د افغانستان سفیر محب محق او د نورو بېلابېلو اسلامي هېوادونو مشرانو ګډون درلود.
په جوړ شوي سیمینار کې د افغانستان د سفیر په ګډون د مصر او د نورو اسلامي هېوادونو مشرانو د ترهګرۍ د مخنیوي او له منځه وړلو  په برخه کې لید لوري او نظرونه وړاندې کړل.
دوی وویل چې، ترهګري یوه فردي نه بلکې، نړیواله پدیده ده او له  منځه وړلو لپاره یې  هم باید په نړیواله کچه کار وشي.
په دې  سیمینار کې په دې هم خبرې وشوې چې، څنګه کولای شو هغه وېره چې مسلمان یې له غیر مسلمان او غیر مسلمان یې له  مسلمان څخه لري، له منځه یوړل شي او عامه ذهنونه روښانه شي؟
د یادونې وړ ده چې  دغه علمي سیمینار هم د مصر هېواد په قاهرې ښار کې د جوړ شوي فستیوال یوه برخه، چې پکې شاوخوا د پنځه شپیتو اسلامي هېوادونو مشرانو ګډون کړی او څلور ورځې به دوام وکړي.پای/وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.