18 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په لوګر کې د طالبانو د ولسوال وژل کېدل

کابل \باختر\ د زمري ٢٧ مه د لوګر د پل علم...

په تخار کې دوه کسان د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول

کابل \باختر\ د زمري ٢٧مه د تخار د ملي امنيت د...

په فارياب کې د ١٧ وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل \باختر\ د زمري ٢٧مه د دوو ازبکستانيو اتباعو په ګډون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حسينه ساپۍ: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد د تاريخي آبداتو د ساتنې په لاره کې هلې ځلې کوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د سلواغې د مياشتې ٢٣مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن د يونسکو سازمان د فرهنګي برخې له استازي سره په غونډه کې، د غور ولايت د جام څلي د استحکام       په خاطر د لازمو تدبيرونو په باب خبرې اترې وکړې.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: په دې غونډه کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري او د تاريخي آبداتو د ساتني او ترميمولو رئيس ډيپلوم مهندس عبدالاحد عباسي هم حاضر وو؛ د غور ولايت د جام څلي د ټينګښت او ساتنې په خاطر د لازمو تدبيرونو په باب  خبرې اترې وشوې .
دغه راز ټينګار وشو چې د يونسکو سازمان د ماهرانو هيئت دې د جام څلي د دايمي ټينګښت په مقصد د زيانونو د پېژندنې او د لازمو تدبيرونو د نيولو په خاطر افغانستان ته راشي او دغه راز يونسکو دې د درې بُعدي عکسونو (تري.ډي- اسکن) د عکسونو په برخه کې چې د جام له څلي څخه اخيستي دي؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته معلومات وړاندې کړي.
حسينې ساپۍ څرګنده کړه چې د جام څلى د افغانستان له تاريخي آبدو څخه دى او د نړۍ د فرهنګي ميراثونو په ليست کې هم شامل دى.
دې زياته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د يونسکو سازمان او د همکارو بنسټونو په مرسته، د هېواد د فرهنګي ميراثونو او تاريخي آبداتو د ټينګښت او ساتنې        په لاره کې پرله پسې هلې ځلې کوي .
دغه راز د يونسکو د فرهنګي برخې استازي په دغو برخو کې د دغه سازمان د همکاريو په باب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې ته ډاډ ورکړ.
پاى\ج\ذ

Last modified on Tuesday, 12 February 2019 18:17

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.