22 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

خلک : خداى دې هغو کسانو ته چې دلارو دبندښت سبب کېږي سزا ورکړي .

کابل باختر د غبرګولي لومړي : دغبرګولى دمياشتې لومړى نيټه...

اته کسيزه ډله شوکماران په کابل کې ونيول شول

کابل باختر د غبرګولي لومړي : دملي امنيت موظفينو په رييس...

دکابل واټونه بيا پرانستل شول

کابل باختر د غبرګولي لومړي : دکابل ښار هغه واټونه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دتاريخي ابداتودژغورنې کميسيون غونډه وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\ د کب د مياشتې٢٢
د وزیرانو شورا د پریکړې پر بنسټ د اجرائیه ریاست د لومړي مرستيال انجينیر محمدخان په مشرۍ د  تاریخي آبداتو د رغونې او ساتنې  کمیسیون غونډه وکړه.
باخترآژانس ته په رارسيدې خبرکې ويل شوي دي.
په دې غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ، اقتصاد، ښار جوړونې اوارزونې، مالیې او کورنیو چارو وزارتونو او د ملکي خد متونو او اداري اصلاحاتو کمیسیون،د علومو اکاډمۍ اود پایتخت زون استازو پکې ګډون کړی و، د تاریخي آبداتو د رغوني او ساتنې په څرنګوالي  او لارو چارو خبرې وشوې.
د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين پوهاند محمد رسول باوري وویل: تاریخي آبدات د تېرشوي وخت بشري لاسته راوړنه ده او لازمه ده چې د هغو ساتنه وشي. نوموړي همدارنګه زیاته کړه  د هېواد  تاریخي ابدات چې د وخت په تېریدو سره خراب شوی او د له منځه تللو له خطر سره مخامخ دي اړتیا ده چې د دغو فرهنګي شتمنیو او د موزیمونو په ساتنه کې پاملرنه وشي.
نوموړي زیاته کړه چې  د یو ځانګړي بورډ له لوري د نویو کشف شویو او د پخوانیو آبداتو د ساتنې او رغونې لپاره باید یوه ملي اداره او څیړنیز انستیتیوت را منځ ته شي تر څو په ښه او مسلکي توګه د دغو ابداتو ساتنه وشي.
د ښارجوړونې اوارزونې وزارت د تاریخي آبداتو رئیس فرهاد بیات او د پایتخت زون د پلان رئیس ادریس صادقي په خپل وار سره د تاریخي آبداتو د ساتنې او رغونې په اړه د یو ملي ادارې د رغولو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې باید هغه تاریخي ودانې ورغول شي چې د ړنګېدو له خطر سره مخامخې دي او د ساتنې او حفاظت لپاره یې باید اړین ګامونه اوچت شي.
د کمېسیون مشر او د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال انجينیر محمدخان وویل: تاریخي آبدات د هېوادونو د تېر انځوریز تاریخ بلل کیږي او موږدې ته اړ یو چې په ساتنه کې یې هراړخیزې هڅې وکړو.
لومړي مرسیتال د تاریخي ابداتو په برخه کې د اړوندو ادارو په همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل: " د تاریخي ابداتو د ساتنې او رغونې په برخه کې د یوې خپلواکې ادارې په رامنځ ته کیدو سره ظرفیتونه یو ځای  او په یاده برخه کې د چارو د سمون سبب ګرځي."
لومړي مرستيال د اطلاعاتو او فرهګ وزارت ته دنده وسپارله چې د تاریخي ابداتو د ساتنې او رغونې په برخه کې یوه هر اړخیزه طرحه چمتو او د وزیرانو شورا راتلونکې غونډې ته د وروستۍ پریکړې لپاره واستوي.پاى- فضل واحد

 

Last modified on Wednesday, 13 March 2019 14:02

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.