22 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په نيمروز کې د مهماتو د يوې ډيپو کشف

په نيمروز کې د مهماتو د يوې ډيپو کشف

کابل/باختر/ د غويي دمياشتې١ نېټه د وسله والو طالبانو د مهماتو...

په تخارکې يو بندي له جېل څخه وتښتید

په تخارکې يو بندي له جېل څخه وتښتید

کابل/باختر/ د غويي دمياشتې١ نېټه يو بندي په تخار ولايت کې...

د نيمروز د شهيدانو او معلولينو آمر ونيول شو

د نيمروز د شهيدانو او معلولينو آمر ونيول شو

کابل/باختر/ د غويي دمياشتې١ نېټه د نيمروز ولايت د شهيدانو او...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سيد حبيب سادات: د خبريال د ملي ورځې نومول، په حقيقت کې د هېواد د رسنيو د مقام او کړو وړو قدرداني ده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د کب اته ويشتمه :
د باختر آژانس په رياست  کې د خبريال ملي ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: په دې غونډه کې چې د يوشمېر مسوولينو او خبريالانو په شتو ترسره شوه، د باختر آژانس د رياست سرپرست سيد حبيب سادات د خبريال ملي ورځ ټولو خبريالانو، د هېواد د رسنيو کارکوونکو او په ځانګړې توګه د باختر آژانس خبريالانو ته مبارکي وويله او په رسانه يي کار کې يې د ټولو رسنيو خبريالانو ته د زياتو برياليتوبونو هيله وکړه .
سادات زياته کړه چې د کابينې له خوا د (خبريال د ملي ورځې) په نامه د کب د مياشتې د ٢٧ نېټې نومول، په حقيقت کې خبريالانو او رسنيو ته د هېواد د مشرتابه پاملرنه ښيي او له بله پلوه په هېوادکې د اطلاع رسونې په لاره کې د خبريالانو او رسنيو مقام او ارزښتناکو کارونو ته د ملي وحدت د حکومت د مشرتابه د قدردانۍ او درناوي ښکارندوي دي.
ده د بيان آزادي او مطبوعات د رسنيو د ټولو کارکوونکو د دوامدارو مبارزو نتيجه او د هېواد د لاس ته راوړنه وبلله او څرګنده يې کړه چې په هېواد کې رسنۍ د ودې په حال کې دي او بايد حکومت د هغو د همکاريو او ملاتړ په لاره کې  زياته هڅه وکړي .
  ختم_ شکريه _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.