18 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هېواد د شل کلنو د فوټسال ملي ټيم له ټايلند سره سیالي کوي

د هېواد د شل کلنو د فوټسال ملي ټيم له ټايلند سره سیالي کوي

کابل/ باختر/ د غبرګولي ۲۸ مه د هېواد د شل کلنو...

په قندهار او هلمند کې ٥٣ روغتيايي مرکزونه جوړيږي

په قندهار او هلمند کې ٥٣ روغتيايي مرکزونه جوړيږي

کابل/ باختر/ د غبرګولي ۲۸ مه د عامې روغتيا وزارت، د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د نوروز په هرکلي د تاريخي سندونو او خطي نسخو نندارتون جوړ شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ دکب دمياشتې ٢٩مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري نن په ملي آرشيف کې د تاريخي سندونو او تاريخي نسخو نندارتون پرانيست.
دغه نندارتون د نوي لمريز کال د هرکلي په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا جوړ شوى دى.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: په دغه نندارتون کې تاريخي سندونه او خطي
نسخې د ۷ ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شوي دي .
د دغه نندارتون د پرانيستلو په مراسمو کې د فرهنګ او هنر معين خبرې وکړې او ويې ويل چې نوى کال زموږ ملت ته ارزښتناک دی.
ده په راتلوونکي کال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ځینو پروګرامونو ته په اشارې سره وويل چې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۰مې کاليزې نمانځل په لومړيتوب کې دى.
پوهاند باوري د هېواد له څيړونکو، محققانو او پوهانو څخه وغوښتل چې له ملي آرشيف څخه دې د تحقيقي انسيتيتوت په توګه کتنه وکړي.
باوري د انتخاباتو د ترسره کولو په باب هم خبرې وکړې او ويې ويل چې راتلوونکى کال به د افغانستان د خلکو لپاره د سولې او د شفافو انتخاباتو کال وي.
په همدې ترتيب د ملي آرشيف رئيس محمد افسر رهبين په لنډو خبرو کې وويل چې ملي آرشيف د لرغوني نوروز په درناوي د خطي او تاريخي نسخو دغه نندارتون  جوړ کړى دى.
د دغه نندارتون د پرانيستلو په مراسموکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مسوولينو سربېره، په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت فرهنګي مستشارهم ګډون کړى و.
پاى \ج\ ذ

 

Last modified on Wednesday, 20 March 2019 13:21

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.