20 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پوهاند محمد رسول باوري : هيله لرم چې نوى کال په هېواد کې دسولې ،پرمختګ او دجګړې دپاى ته رسولو کال وي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وري  لومړي :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني  دپيغام په لوستلو سره  نن د١٣٩٨هجري لمريز کال او د لرغوني نوروز جشن، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا  ونمانځل شو.
دباختراژانس دخبرله مخې ، دغه غونډه  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر دمعين  پوهاند محمد رسول باوري ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ديوشمير رييسانو ،  يوشمير دولتي مسوولينو اوفرهنګيانو په ګډون داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا په کابل کې جوړه شوه .
په دې غوڼډه کې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنرمعين پوهاند محمد رسول باوري  دنوى کال له امله دهېواد ټولوخلکو ته مبارکي وويله او هيله يې څرګنده کړه چې ١٣٩٨هجري لمريز کال  په هېواد کې دسولې پرمختګ او دجګړې  دپاى ته رسولو کار وي .
ده وويل  چې دافغانستان پتمن خلک سوله غواړي  چې دخلکوعزت او پت هم پکې خوندى وي .  اوخلک لاسونه سره ورکړي  چې په هېواد کې  دپرمختګ اوترقى او ددايمي  سولې  فرصتونه برابر شي .
وروسته  دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس محمد اشرف غني پيغام د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت دسلاکار ډاکتر طارق رشاد له خوا ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي .
دنوي لمريز کال له امله  ټولو ته  مبارکي وايم او هيله کوم چې نوي کال دسولې ارامى ، امنيت او دنيکمرغى  کال وي .
په پيغا م کې ويل شوي دي  چې دافغانستان داسلامي جمهوريت  ددولت کابينه د ١٣٩٨کال دپراختيا ، ولسواګۍ او دسولې دکال په نامه نومولى دى .  او هيله لري چې په دغو دريو برخو کې زيات برياليتوبونه ولرو .
په پيغام کې ويل شوي دي  چې په تير ژمي کې  په هېواد کې زيات اورښتونه وشول او دوچکالي ټغر ټول شوى دى دغه اورښتونه  دښو حاصلاتو زيرى ورکوي . سوله زموږ دشهيدانو هيله ،  زموږ دټولو خلکو هيله اودملي وحدت دحکومت اساسي هدف دى . موږ  دبل هر وخت په نسبت سولې ته نږدې شوې يو  او هيله لرو  چې  ١٣٩٨ کال نه يواځې  دوچکالي دپاى ته رسيدو کال وي بلکې په هېواد کې دسراسري سولې  دلمر دختلو شاهد واوسو .
دغه راز دهېواد دلومړى ميرمنې  پيغام دهېواد دلومړى ميرمنې ددفتر دسلاکارې  زهره يوسف له خوا ولوستل شو . چې په پيغام کې ددې تر څنګ چې دنوى کال او دنوروز دجشن  له امله  دهېواد خلکو ته  مبارکي ويل شوې ده دهېواد  دخلکو دپرمختګ او ارامى  او ددايمي او سراسري سولې هيله هم شوې ده .
په دې غونډه کې دکابل ښاروالۍ دفرهنګي خدمتونو رييس مصطفي سعيدي  ويناوکړه  او دکابل ښاروالۍ دمشرتابه په نمايندګي دهېواد ټولو خلکو ته دنوي کال په مناسبت  مبارکي وويله  او دنوروز دلرغونې جشن  دلرغونتيا په باب يې معلومات ورکړل او له خلکو څخه يې وغوښتل  چې په نوي  کال کې  دهېواد دپرمختګ اوترقي په خاطر کار وکړي .او دخپلو ښارونو په پاکۍ ، صفايي اوسمسورتيا کې له ښاروالۍ سره  همکاري وکړي .
دغه راز  وحيد الله معنى  دنوروز  يوشعر چې دنوي کال په مناسبت ويل شوى و ، ولوست  . په همدې ترتيب  دانځورګرۍ ، عکاسۍ او دلاسي صنايعو نندارتون  دپوهاند محمد رسول باوري له خوا پرانستل شو . او دغونډې برخه وال دغه نندارتون وکوت .
ددغې غونډې په بهير کې دموسيقي پارچې دموسيقي رياست دهنرمندانو له خوا او دتياتر ننداره  دملي تياتر درياست  دممثلانو له خوا اجرا شو او دغه راز دنوروز په باب مستند فلم  چې دافغان فلم  له ارشيف څخه برابر شوى و ، هم نندارې ته وړاندې شو  .
  ختم_ ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.