20 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پوهنياره مصطفوي: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په شپږو پرمختيايي شاخصونو کار کوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/د وري دمياشتې٤ مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پرمختيايي شاخصونو د څيړنې په مقصد، نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مالي، اداري او ګرځندوی د معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي په مشرۍ غونډه جوړه شوه .
د باختر آژانس د خبرله مخې: په دې غونډه کې د اقتصاد وزارت، د ملګرو ملتو سازمان د پرمختيايي ادارې، د همکارو بنسټونو استازو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رئيسانو د دغه وزارت د پرمختيايي شاخصونو د څيړنې د څرنګوالي په باب خبرې اترې وکړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او د ګرځندوى معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي وويل چې د دغه وزارت په فرهنګي او نشراتي برخوکې شپږ پرمختيايي شاخصونه شتون لري چې تطبيقول يې بودجې او مرستې ته اړتيا لري.
د پوهنيارې مصطفوي د څرګندونو له مخې، دغه شاخصونه د ملګرو ملتو سازمان د دوامدارې پراختيا له هدفونو سره مطابقت لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او د ګرځندوى معينې زياته کړه چې دغه   وزارت د ګرځندوى په برخه کې پر يو هر اړخيز پروګرام  کار کوي چې د سيلانيانو        د جذب او په دې برخه کې د عوايدو د زياتوالي سبب شي.
د غونډې برخه والو د دغو شاخصونو د تطبيق لپاره د مشخصو پاليسو پر اړتيا باندې ټينګار وکړ.
پاى \ ج\ ذ

Last modified on Monday, 25 March 2019 04:30

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.