23 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په باميانوکې د ځوانانو د ملاتړ کمپاين پيل شو

په باميانوکې د ځوانانو د ملاتړ کمپاين پيل شو

کابل/ باختر/ د چنګاښ٣١مه په باميانوکې د ځوانانو...

د باميانو د هوايي ډګر د سوق او ادارې نوې ودانۍ جوړېږي

د باميانو د هوايي ډګر د سوق او ادارې نوې ودانۍ جوړېږي

کابل/ باختر/ د چنګاښ٣١مه د باميانو د هوايي ډګر د سوق...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

خلکو د باختر آژانس د عکاسۍ نندارتون وکوت

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/د وري دمياشتې٤ مه
د باختر خبري آژانس د لرغوني نوروز د نمانځنې په خاطر په تيمورشاهي پارک کې د عکاسۍ نندارتون جوړ کړ.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: په دې نندارتون کې ۱۰۰عکسونه چې په هېواد کې دفرهنګي آثارو او د سياسي او اقتصادي فعاليتونو ښکارندوى دي، نندارې ته وړاندې کړي دي.
د پايتخت خلکو په ډله ييز او انفرادي ډول له دغه نندارتون څخه ليدنه وکړه.
په تيمورشاهي ساحه کې د کابل زيبا د قرطاسیې پلورنې خاوند روح الله اعظمي وايي  چې دباختر خبري آژانس د خبر رسونې ډير لرغونى آژانس دى .
پخوا دغه خبري آژانس د نوي ښار په پارک، زرنګار پارک او د ښار په نورو سيمو کې چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې زياته وه، د جمهور رئيس د سفرونو او کتنو، د دولتي مقاماتو د فعاليتونو او د هېواد  د تاريخي آبداتو عکسونه يې نندارې ته وړاندې کول او عام خلک ددغو عکسونوله لارې د دولتي مسوولينو له کار او فعاليت څخه خبريدل.
ده زياته کړه: اوس له کلونو کلونو وروسته د هغو ورځو خاطرې موږ ته چې په  دولت کې رسمي کار نلرو، د دغه نندارتون په کتنې سره ژوندۍ شوې.
ده   زياته کړه: که چېرې امکان ولري، دبېلابېلو مناسبتونو په خاطر دغه شان نندارتونه جوړ شي، دا به يو ښه کار وي.
بايد وويل شي چې په دې نندارتون کې د ملي نګارستان د مسوولې صابرې رحماني په همکارۍ د ملي نګارستان يوشمېر آثار هم نندارې ته وړاندې شوي و.
پاى\ج\ ذ

 

Last modified on Monday, 25 March 2019 04:29

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.