23 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په باميانوکې د ځوانانو د ملاتړ کمپاين پيل شو

په باميانوکې د ځوانانو د ملاتړ کمپاين پيل شو

کابل/ باختر/ د چنګاښ٣١مه په باميانوکې د ځوانانو...

د باميانو د هوايي ډګر د سوق او ادارې نوې ودانۍ جوړېږي

د باميانو د هوايي ډګر د سوق او ادارې نوې ودانۍ جوړېږي

کابل/ باختر/ د چنګاښ٣١مه د باميانو د هوايي ډګر د سوق...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ډاکتر کمال سادات د ملګرو ملتو سازمان د ځوانانو له مسوولې سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ دوري دمياشتې ٢٦مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين ډاکتر کمال سادات نن د ملګرو ملتو سازمان د غړو هېوادونو د ځوانانو ټولنې د غونډې ترڅنګ، د ملګرو ملتو سازمان  د ځوانانو له مسوولې مېرمن جايتما ماسالجي دونا سره په نیویارک کې وکتل.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: په دې کتنه کې ډاکتر سادات د ځوانانو چارو د معينيت د پروګرامونو په تېره بيا د روزنې او تعليمي برخو په باب معلومات ورکړل او د ټولنې په بېلابېلو برخو کې يې د هېواد ځوانانو ته د جمهور رییس محمد اشرف غني پاملرنې ته اشاره وکړه.
ده زياته کړه: په هغه صورت کې چې په بېلابېلو برخوکې ځوانانو ته مناسب فرصتونه برابر شي؛ افغان ځوانان له ښو استعدادونو او ځواکمنتياوو څخه برخمن دي او ښه ځليږي.
د ملګرملتو سازمان د ځوانانو مسوولې، د افغان ځوانانو پرمختګونه وستايل او د هر هېواد  ترقي او پرمختګ د هغه د ځوانانو په هلوځلو پورې تړلي وباله.
دې څرګنده کړه چې په مناسب فرصت کې به افغانستان ته سفر وکړي او له نږدې څخه به له افغان ځوانانو او مېرمنو سره وګوري.
پاى \ج\ ذ

Last modified on Tuesday, 16 April 2019 06:03

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.