18 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په لوګر کې د طالبانو د ولسوال وژل کېدل

په لوګر کې د طالبانو د ولسوال وژل کېدل

کابل \باختر\ د زمري ٢٧ مه د لوګر د پل علم...

په تخار کې دوه کسان د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول

په تخار کې دوه کسان د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول

کابل \باختر\ د زمري ٢٧مه د تخار د ملي امنيت د...

 په فارياب کې د ١٧ وسله والو طالبانو وژل کېدل

په فارياب کې د ١٧ وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل \باختر\ د زمري ٢٧مه د دوو ازبکستانيو اتباعو په ګډون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دغزني دموزيم تاريخي اثار نندارې ته وړاندې شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وري نهه ويشتمه :
د غزني ولايت  د موزيم  دوه سوه پارچې  تاريخي اثار نن  نندارې ته وړاندې شول
  دباختراژانس دخبرله مخې، دغزني موزيم په اسيا کې  د اسلامي نړۍ  دفرهنګي پايتخت په توګه دغزني دنومولو دشپږمې کاليزې  په مناسبت  د دغه ولايت  داطلاعاتواوفرهنګ رياست په انګړ کې  پرانستل شو .
  د غزني والي  دغه تاريخي اثار د غزنويانو  د سلطنت  د دورې د اسلامي ، تاريخي او فرهنګي  هويت  د وياړنو يوه برخه وبلله  او دغزني له خلکو څخه يې وغوښتل چې دتاريخي  ابداتو اواثارو په ساتنه کې دې  داطلاعاتواوفرهنګ رياست له مسوولينو سره همکاري وکړي .
  دغزني د موزيم مدير  اقا محمد  خوشه زاده وايي  چې، په دې موزيم کې داسلامي دورې  دوه سوه اثار چې د غزنويانو او تيموريانو دسلطنت په دورې پورې اړه لري نندارې ته وړاندې شوي دي .
دى وايي  چې همدا اوس څه دپاسه درې زره قلمه  ډبرين  ، خاورين او تاريخي  اثار هم په واک کې لري،  خو ديوه معياري  ملي موزيم  دنه شتون په خاطر هغه نندارې ته نه وړاندې کېږي .
  ده  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  او د غزني  د سيمه ېيزې ادارې له مسوولينو څخه وغوښتل چې د غزني د تاريخي اثارو د ښه ساتنې په خاطر  دې  د يوه معياري موزيم په جوړولو کې  له دوى سره  مرسته وکړي .
  ديادونې وړ ده چې دغزني موزيم  په  ١٣٩٣ کال کې  د دغه ولايت  داطلاعاتواوفرهنګ په رياست  د طالبانو  د بريد له امله او د هغه زياتره تاريخي اثار  ويجاړ اوله منځه تللي دي ، چې  دغزني  دموزيم  دمسلکي کارکوونکو  دهڅو او هاند له امله د دغه موزيم په سلګونو تاريخي اثار  بيا ترميم او نندارې ته وړاندې شوي دي .
  ختم_  ف _ اکرم

Last modified on Friday, 19 April 2019 12:19

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.