22 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

تبصره

کابل/باختر/ د غويي د مياشتې ٣۱مه په هېواد کې روان حالات...

دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په اړوند ونيول شول

دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په اړوند ونيول شول

کابل/باختر/ د غويي د مياشتې ٣۱مه په جوزجان ولايت کې دوه...

تبصره

کابل/باختر/ د غويي د مياشتې ٣۱مه په هېواد کې روان حالات...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دملکې ګوهر شاد بيګم په درناوي علمي او څيړنيز سيمينار جوړ شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردثور ٢٤مه :
دملکې ګوهرشاد بيګم زيږيدنې دشپږ سوه شپيتمې کاليزې په مناسبت داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  په اهتمام  نن په کابل کې  علمي او څيړنيز سيمينار جوړ شو.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دغه سيمينار  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دمسوولينو اورييسانو ، يوشمير دولتي چارواکو او دعلمي اوفرهنګي شخصيتونو په شتون جوړ شو.
دسيمينار په پيل کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ  په بېلابېلو  برخوکې ملکې ګوهرشاد بيګم دژوندانه دبېلابېلو  اړخونو اوکارنامو په باره کې  خبرې وکړې او  ويې ويل چې په ګوهر شاد اغا مشهوره ملکه ګوهرشاد بيګم د هېواد يوه له پوهو او وياړلو شخصيتونو څخه وه .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې  څرګنده کړه چې ملکه ګوهرشاد بيګم دنومياليو ، نيکو کارو ، ادب  دوستو ، هنرپالو ،  پتمنو او پوهو ښځو له جملې څخه او دتيموريانو ددورې دسياستوالو له جملې څخه وه .
  دې زياته کړه چې ملکه ګوهرشاد بيګم په بېلابېلو  پيړيو کې سترې کړنې او فعاليتونه لري له دې جملې  څخه له سمرقند څخه هرات ته دپايتخت  لېږدونه،  بنسټونو په تيره بيا دتاريخي څلو او ابداتو جوړونو ته پاملرنه اودغه راز ملکه په دې باوره وه چې ښوونه او روزنه ديوه هېواد دپايښت بنسټ دى .
حسينې ساپۍ وويل چې ملکې ګوهرشاد دهېواد په تاريخ کې مهم رول لوبولى دى او دهېواد ښځې کولاى شي دهغې وياړلې  کارنامې الګو وګرځوي .
  دغه راز دسيمينار علمي غونډې درييسې  په توګه د فوزيې ارال ،   دمرستيالې په توګه دجنرالې  خاټول احمدزي او دمنشي په ټوګه دمرضيې ارزو له انتخاب وروسته په کار پيل وکړ .
په دې غونډه کې څيړنپوه کتابخان فيضي دګوهرشاد بيګم و کار کرد هاي فرهنګي وى ، ډآکتر فاروق انصاري  د( ديد کلى به نقش سياسى ګوهرشاد بيګم ) ستورى شمس مايار د ( ملکه  ګوهر شاد بيګم شخصيت چند بعدى وتاريخ ساز کشور ) ، محبوبې  بابکرخيل د( ملکې ګوهرشاد بيګم سياسي ، فرهنګي او ټولنيزې  هڅې ) ، څيړنپوهې طوبا ابوي صادق د ( کارګردهاى فرهنګي ملکه ګوهرشاد بيګم ) او پوهنيار احمد ولي عالمي د ( جايګاه زنان در دوره تيموريان هرات ( تر عنوانونو لاندې مقالې  په وار سره  ولوستلې .
دغه راز  حميد الله  عبدالاحد زي دګوهرشاد بيګم دمقبرې  دسبک او جوړښت په اړوند تصويري معلومات وړاندې کړل .
دسمينيار په بهيرکې  دملي تياتر دممثلانو په واسطه  د( سخن تاريخ ) تر عنوان لاندې تياتري  نمايش  اجرا شو .
دغه راز دسيمينار اته فقره ييز پريکړه ليک داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسلاکارې صالحې  خالقي اسحق زي په واسطه ولوستل شو . چې په يوه برخه يې  دتيموريانو ددورې  دتاريخي ابداتو په ساتنې اوبيا رغاونې ،  دملکې ګوهرشاد بيګم په نامه دمډال اويا جايزې په جوړولو ، دملکې ګوهرشادبيګم په نامه ديوه علمي او فرهنګي مرکزپه جوړولو ، دهغې دشخصيت دزياتې پيژندنې په اړوند  دبين المللي سيمينار دجوړولو او دغه راز په يوه ټولګه کې ددې سيمينار  دمقالو په چاپولو باندې ټينګار شوى دى .
په پاى کې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معين  پوهاند محمد رسول باوري  دسيمينار کار مثبت ارزيابي کړ اودملکې ګوهر شاد درول او دفرهنګي اوسياسي ګړنو او مقام په باره کې يې  خبرې وکړې .
پوهاند باوري ګوهرشادبيګم دهېواد يوه سابقه لرونکي او وياړلې ښځه  وبلله
دغه راز پوهاند باوري  له هغوپوهانو څخه  چې علمي اوڅيړنېزې  مقالې يې ليکلې وې  او دغه راز دسيمينار له برخه والو څخه مننه وکړه .
  ختم_ ف_ اکرم

Last modified on Wednesday, 15 May 2019 06:13

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.