15 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په غزني کې په پنځلسو پوځيانو  دډزو دلامل  وژل کېدل

په غزني کې په پنځلسو پوځيانو دډزو دلامل وژل کېدل

کابل /دليندۍ ٢٣مه باختر په غزني کې په پنځلسو پوځيانو...

په ننګرهارکې  يوسړى  له نشه يي توکوسره  ونيول شو .

په ننګرهارکې يوسړى له نشه يي توکوسره ونيول شو .

کابل /دليندۍ ٢٣مه باختر په ننګرهار کې يوسړى تېرماښام...

شپږ طالبان په کندز کې ووژل شول .

شپږ طالبان په کندز کې ووژل شول .

کابل /دليندۍ ٢٣مه باختر شپږ طالبان تېره شپه په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ځوانانو چارو معين او د افغان فلم او پر خپرونو د څارنې رئيسان معرفي شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ٢٩مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن د دغه وزارت د ځوانانو  چارو معين او پر خپرونو د څارنې او د افغان فلم رئيسان د دغه وزارت مسوولينو او کارکوونکو ته معرفي کړل.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د  اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه هيئت او کارکوونکو او د يو شمېر دولتي مسوولينو په ګډون جوړه شوې وه؛ لومړى د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بشري سرچينو رئيس احمدضيا انوري لومړى د ځوانانو چارو د معين په توګه د محمد اجمل شاهپور، د افغان فلم د رئيسې په توګه د صحرا کريمي، پر خپرونو د څارنې د رئيس په توګه د سید جعفر راستین او دغه راز د تخار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ د رئيس په توګه د فاروق الله عظيمي د ټاکنې په باب د هېواد د جمهوررئيس  حکمونه ولوستل.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ په اداره کې ادلون او بدلون يو معمول کار وباله او ويې ويل: ″ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څلور مهم هدفونه لري چې: د هېواد په ګوټ ګوټ کې د پراخ بنسټه، آزاد او خلکو ته د لاسری وړ مطبوعاتو رامنځته کول، د فرهنګي ميراثونو ساتنه او ملاتړ او د فرهنګي خلاقيت د ودې په مقصد راتلوونکو نسلونو ته د هغو سپارل، د توريستي ساحو د کتنې په خاطر د سيلانيانو جلبول او د ګرځندوى د پراختيا او په بېلابېلو برخو کې ځوانانو ته د پرمختګ د زمينو برابرول او د هغوى هڅول پکې شامل دي.″
حسينې ساپۍ څرګنده چې په همدې مقصد نن د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې   نوې ټاکنې ترسره شوې دي او ویې ویل: ″هيله لرم په دغو ټاکنو سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په کاري برخوکې د بدلون شاهدان و اوسوو.″
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو د پخواني معين ډاکتر کمال سادات کارونه وستايل او د ځوانانو چارو  د معين په توګه د محمد اجمل شاهپور، د افغان فلم د رئيسې په توګه د صحرا کريمي  او پر خپرونو د څارنې د رئيس په توګه د سيد جعفر راستين د ټاکنې له امله هغوى ته مبارکي وويله.   
په دې غونډه کې د کندز پخواني والي اسدالله امرخېل هم په خپلو خبروکې د نويو ټاکنو په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مشرتابه هيئت او د هېواد له  جمهوررئيس څخه مننه وکړه .
د غونډې په پاى کې د ځوانانو چارو معين، د افغان فلم رئيسې او پر خپرونو د څارنې رئيس په خپلو خبروکې، په وار سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د دولت د مشرتابه له باور څخه مننه وکړه.
دوى په دې ترڅ کې چې خپلې تګلارې بيان کړې، ژمنه يې وکړه چې د چارو د ښه والي په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پروګرامونو له مخې، له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه نه کوي.
پاى \ ج \ ذ

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.