17 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د خپلواکۍ سلمه کالیزه مو مبارک شه

کابل\باختر\د زمري ٢٦ مه د زمري ۲۸مه د افغانستان په تاریخ...

جمهور ريیس غني د شاه دوشمشېره علیه رحمه جامع جومات د بیارغاونې د کار پرانیسته وکړه

کابل\باختر\د زمري ٢٦ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس...

خبرتيا!

کابل\باختر\د زمري ٢٦مه د کار او ټولنيزو چارو وزارت خبرتيا! د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پوهاندمحمدرسول باوري:دتارخيي ابداتو او دلرغونوميراثونو ساتنه د هېواد دټولوخلکو دنده ده ؛

Written by  manager
Rate this item
(1 Vote)

کابل باختر د غبرګولي اوومه :
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ اوهنر معين پوهاند محمد رسول باوري نن په کابل کې په يوه خبري  غوڼډه کې دغور ولايت د جام دڅلې دساتنې اوټينګښت په لاره کې ددغه وزارت داقداماتو په باره کې معلومات ورکړل .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په دې غونډه کې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معين څرګنده کړه چې  دوروستيو  سېلاونو دراوتلو له امله دغور ولايت دجام څلې  چې دهېواد يو له تاريخي ابداتو څخه دى له خطر سره مخامخ شوي و .
ده زياته کړه چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دسېلاونو له خطر څخه دجام دڅلې دساتنې  په خاطر دغور  ولايت دمقاماتو اوددغه ولايت  داطلاعاتو اوفرهنګ له رياست سره په همغږى  په کار لاس  پورې کړ او دکابو يوسلو اتيا تنو په استخدام سره يې دسېلاوو دتګلوري  دبدلون او دجام دڅلې   دساتنې په خاطر اقدام وکړ
ده وويل چې دغه راز دبيړنيومرستو په خاطر دملي امنيت شورا،دملي دفاع او دکورنيو چارو وزارتونو او اړوندو بنسټونو ته په رسمي ډول خبرورکړ شو .
پوهاند باوري وويل چې دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په کابل کې ديونسکو ادارې له مشرتابه هيئت سره يولړ غونډې جوړې کړې اودجام دڅلې دستونزو اوګواښونو دلرې کولو په خاطر يې خبرې وکړې اوپه دې لاره کې يونسکو هم خپله  همکاري  څرګنده کړه.
ده زياته کړه چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دجام د څلې داساسي ترميم اوټينګښت په خاطر له دوو کلونو  راپديخوا ديونسکو له ادارې سره کارکوي او دغه وزارت له پروګرام  او ديونسکو له ادارې سره ددغه وزارت  دپخواني تفاهم پربنسټ  ددريو کلونو په موده کې دجام دڅلې دټينګښت اودساتنې په خاطر  ددوو مليونو امريکايي ډالرو مرسته کېږي چې له دې جملې څخه دروان کال دچنګاش په مياشت کې دکورنيواوبهرنيو متخصصينو له بررسي وروسته په ٢٠٠  زره ډالره  دجام دڅلې دټينګښت په خاطر ولګول شي .
پوهاند باوري له ټولو هېوادوالو څخه وغوښتل چې دهېواد دتاريخي ابداتواودفرهنګي ميراثونو دساتنې په خاطر همکاري وکړي.
ده وويل چې دحکومت اداره په يوازيتوب سره نه شي کولاى چې دهېواددټولو تاريخي ابداتو او د لرغونو  ساحو ساتنه وکړي تر دې چې  خلک په خپل  وار خپل هويت اوملکيتونه ساتي .
دغه راز په دې غونډه کې  په داسې حال کې چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت وياند صابر مومند هم شتون درلود  پوهاند باوري او دتاريخي ابداتو دساتنې او ترميم رييس ديپلوم مهندس عبدالاحد عباسي دخبريالانو پوښتنو ته ځواب ووايه .  ختم_ عطاالله – اکرم

 

Last modified on Wednesday, 29 May 2019 04:44

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.