14 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

تبصره

تبصره

کابل / دتلې ٢١مه /باختر: مقننه قوه ياملي شورا په هېواد...

د قانون له جوړولو د قانون تر پلي کولو

د قانون له جوړولو د قانون تر پلي کولو

کابل/ د تلې ۲۱مه / باختر له بده مرغه په افغانستان...

 دپېښو دخطرونو  دکمښت نړيواله ورځ په جوزجان کې ونمانځل شوه .

دپېښو دخطرونو دکمښت نړيواله ورځ په جوزجان کې ونمانځل شوه .

کابل / دتلې ٢١مه /باختر: دپېښو دخطرونو دکمښت نړيواله ورځ نن...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د جمهوررئیس غني د حکم پر بنسټ، د هېواد د یوه ډیپلوماټ آثار او یادښتونه ترجمه او چاپېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د غبرګولي دمياشتې ۸ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د اماني دورې د یوه ډیپلوماټ مرحوم ادیب خان د آثارو او یادښتونو د مجموعې د ژباړې او چاپ چارې د هېواد دوو ادیبانو، څېړونکو او فرهنګیانو ته وسپارلې.
د جمهوررئيس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغو مراسمو کې چې د ارګ په ارشیف کې پرځای شول، د هېواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، په پیل کې د جمهوررئیس فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر د یادو آثارو د ژباړې او چاپ په خاطر د استاد حبیب الله رفیع او استاد محمدا آصف صمیم د ګومارنې په اړه د هېواد د جمهوررئیس حکم ولوست.
په دغه حکم کې موظف پلاوي ته دنده سپارل شوې چې پر دې مجموعه څېړنه وکړي، د ژانرونو او محتوا له پلوه یې طبقه بندي او عربي متنونه یې په ملي ژبو وژباړي او د چاپ لپاره یې چمتو کړي.
وروسته جمهوررئیس وویل: د تاریخ د شاګرد په توګه نن راته د ډېر ویاړ ځای دی چې د افغانستان د تاریخ یو ګمنام شخصیت بېرته د هېواد خلکو ته ورپېژنم.
جمهوررئیس زیاته کړه، ډیپلوماټ  ادیب خان د بخارا په جمهوریت کې د اعلیحضرت  امان الله خان د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کوله او د اماني او امانیه ښوونځیو رئیس او د محمدولي خان دروازي په مشرۍ روسیې او اروپا ته د افغانستان د ډیپلوماتانو د پلاوي غړی وو.
د هېواد جمهوررئیس وویل: مرحوم ادیب خان چې په دري او عربي ژبو سفرنامه او نور آثار لیکلي د افغانستان، ازبکستان او روسیې د معاصر تاریخ لپاره د نادرو اثارو له ډلې شمېرل کېږي.
هغه زیاته کړه، یاد آثار چې د اماني دورې د مهال افغان مېرمنو سل قطعې عکسونه هم په کې شته، د ادیب خان لمسي د هېواد لومړۍ مېرمن ته سپارلي وو او ویاړم چې هغه د ساتنې لپاره ارشیف ته سپارم، دغه راز د هغو د ژباړې او چاپ اقدام هم کېږي.
جمهوررئیس وویل، هیله لرم یاد اثار او یاداښتونه د راتلونکو نسلونو لپاره ارزښتناکه هدیه واوسي. هغه اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې یاد اثار او یادښتونه سکِن او دغه راز دې د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې د نمانځنې جشن ته چمتو کړي.
په دغو مراسمو کې استاد حبیب الله رفیع او استاد محمد آصف صمیم هم خبرې وکړې او د هېواد تاریخ او فرهنګ ته د جمهوررئیس د پاملرنې او پر هغوی د باور او دغه راز د ډیپلوماټ  ادیب خان د یادښتونو او اثارو د ترلاسه کولو په خاطر یې د هېواد د لومړۍ مېرمن د هڅو مننه وکړه.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ او د جمهوررئیس سلاکارانو استاد اسدالله غضنفر، عبدالغفور لېوال، لعل پاچا ازمون او سمیع حامد، د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس عبدالوحید قتالي او د ملي آرشیف رئیس محمد افسر رهبین د ډیپلوماټ  ادیب خان د یادښتونو او اثارو د ارزښت او د هغو د ساتنې د څرنګوالي په اړه خپل نظریات او لیدلوري بیان کړل.#
پای - ذ

Last modified on Thursday, 30 May 2019 04:55

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.