25 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ديارلس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

ديارلس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ باختر / د وږي ٣ مه په قندهار کې ١٣...

پنځه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

پنځه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ باختر / د وږي ٣ مه په روزګان کې پنځه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پوهاند محمد رسول باوري: د پټې خزانې کتاب د تاليف درې سوه يم سمينار بايد په پرتمين ډول ترسره شي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د غبرګولي دمياشتې ۸ مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معين پوهاند محمد رسول  باوري په مشرۍ، نن د پټې خزانې کتاب د تاليف د ۳۰۰ يم کال د نمانځنې د نړيوال سمينار د ترسره کولو کميسيون غونډه جوړه شوه .
د باختر آژانس د خبرله مخې: په دې غونډه کې د لازمو تياريو په ځانګړې توګه د سمينار د ترسره کولو د وخت او ځاى، د هېواد په دننه او له بهر څخه د ميلمنو د بلنې د څرنګوالي، د هغو آثارو د انتخاب چې د سمينار په مناسبت چاپيږي او دغه راز له جرمني هېواد څخه کابل ته د «اسرالافاغنه» کتاب د کاپي د انتقال په اړوند بحث وشو.
دغه راز په دې غونډه کې د کميسيون غړو د يادو مواردو په اړوند خپل نظريات او پيشهادونه هم وړاندې کړل.
دغه راز پوهاند باوري ټينګار وکړ چې د پټې خزانې کتاب د تاليف درې سوه يم سمينار بايد په پرتمين ډول ونمانځل شي .
پاې \ذکرالله

 

Last modified on Thursday, 30 May 2019 04:15

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.