15 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د واټونو د نومولو کمېسيون ناسته وکړه

د واټونو د نومولو کمېسيون ناسته وکړه

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په...

د ملي شورا پلاوي د فراه پوځي حالت وڅېړه

د ملي شورا پلاوي د فراه پوځي حالت وڅېړه

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د مشرانو جرګې يو شمېر غړو پرون د فراه له...

د هېواد په لوېديځ کې د پانګونو د جواز ليکونو د وېش دېرش سلنه زياتوالى

د هېواد په لوېديځ کې د پانګونو د جواز ليکونو د وېش دېرش سلنه زياتوالى

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د هرات د صنعت او سوداګرۍ ادارې مسوولينو د تېرکال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د رسانه يي شکايتونو او سرغړونو د کميسيون غونډه جوړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ١۲مه د رسانه يي شکايتونو او سرغړونو د کميسيون فوق العاده غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ له اجندا سره سم جوړه شوه. په پيل کې حسينې ساپۍ وويل: "رسنۍ مکلفې دي ترڅو د هېواد نافذه قوانين په تېره بيا رسانه يي قوانين رعايت کړي." وروسته په لندن کې د کرکټ د نړيوال جام د ٥٠ آوريزو سياليو د حق النشر په باب د هېواد له څو تصويري رسنيو څخه د ملي ټلويزيون شکايت وڅيړل شو. د ملي ټلويزيون رئيس د کرکټ د نړيوال جام د حق النشر د پيرودلو اسناد او د کاپي رايټ په دفترکې ثبت شوي سندونه کميسيون ته وسپارل. د کميسيون غړو د طرحه شويو موضوعګانو له څيړنې وروسته لازم تصميمونه ونيول.# پاى – ذکرالله

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.