19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ځوانانو دچارو معين : څومره چې دقانون ارزښتونه دټولنې اتباعو ته توضيح کړو په هماغه اندازه مو دټولنې په نظم کې ونډه اخستې ده .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باخترد غبرګولې يو ويشتمه :
دافغانستان له اساسي قانون سره په ملاتړ کې دځوانانو درول دخبرو تر عنوان لاندې نن داطلاعاتواوفرهنګ وزارت د ځوانانو دچارومعينيت او داساسي قانون پرتطبيق  باندې دڅارنې دخپلواک کميسيون له خوا په کابل کې يوه غونډه  جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې،  په دې غونډه کې  داطﻻعاتواوفرهنګ وزارت  دځوانانو دچارو معين اجمل شاهپور خبرې وکړې او ويې ويل چې  دهېواد داساسي قانون يوه ځانګړنتيا داده چې  نه يواځې دهېواد اوسنيو تاريخي اوفرهنګي  غوښتنو روا او ديني ارزښتونو ته پاملرنه کړې ده بلکې هغو غوښتنو ته  چې موږ په عصري نړۍ کې دخپلې راتلونکې لپاره اړتيا لرو هم پاملرنه کړې ده .
دځوانانو دچارو معين  وويل څومره چې موږ دقانون په تيره بيا دهېواد داساسي قانون ارزښتونه دټولنې اتباعو ته بيان کړو په حقيقت کې په هماغه اندازه  دټولنې په نظم کې  ونډه اخلو ټولنيز بحران کموو او دټولنې ژوند له پخوا څخه غوره کوو .
شاهپور ټينګار وکړ چې په قانون دپوهاوي دغه شان پروګرامونه دوى بايد دځوانانو اودټولنې د قشرونو دپوهې دکچې دلوړولوپه خاطر دهېواد  په ټولو ولايتونو کې جوړ شي .
وروسته داساسي قانون پرتطبيق باندې دڅارنې د خپلواک کميسيون غړى ډاکتر عبدالرووف  هروي له اساسي قانون څخه دصيانت  دبنسټونو  په اړوند اوپه اساسي قانون دپوهاي او دارتباط  دديپارتمنت  رييس محمد ضيا فرهمند داساسي قانون په رڼا کې  دعمومي سوکالۍ  او هوساينې په اړوند معلومات ورکړل .
دوى زياته کړه چې په افغانستان کې دخلکو دستونزې بنسټ په سمه توګه په قانون نه پوهاوى دى او بايد دهېواد خلک په قانون پوهاوى ترلاسه کړي .
دغه راز دوى ټينګار وکړ چې ټول هېوادوال په تيره بيا دهېواد  ځوانان زيات مکلفيت لري  چې دهېواد داساسي قانون دفاع وکړي او هغه په ځان تطبيق کړي .
ددغې غونډې په وروستۍ  برخه کې دبرخه والو پوښتنو ته ځواب ووايه .
  ختم_ عطاالله _اکرم


 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.