18 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتیا کې د دوو خونړیو پېښو مخه ونيول شوه

کابل/باختر/ د وږي ۲۷مه هوايي ځواکونو د پکتیا د زرملې ولسوالۍ...

يو انس سره زر په ١٥٠٠ډالرو پلورل کېږي

کابل/باختر/ د وږي٢٧مه په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زر...

په ننګرهارکې سلګونو کورنيو روغتيايي اوبو ته لاسرسى پيدا کړ

کابل/باختر/ د وږي ۲٧مه په ننګرهارکې سلګونو کليوالي کورنيو روغتيايي اوبو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د "کونړ سیند" تر نامه لاندې کلنۍ ادبي مشاعره جوړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(1 Vote)

اسعد اباد/ باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۲۲ مه
کونړ نه یواځې د طبیعت په قدرتي ښکلاوو ښکلی شوی، بلکې په خپله سینه کې یې داسې شتمنۍ هم خوندي کړې دي چې پیژندل، سپړل او څیړل یې کونړ او هېواد له اقتصادي پلوه په ځان بسیا کولای شي. کونړ سیند یادوو چې د ستایلو په موخه یې پرون د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، فرهنګیانو او فرهنګپال والي عبدالستار میرزکوال په همکارۍ د کونړ ولایت مقام په انګړ کې  د سلګونو تنو شاعرانو او د ادب مینه والو په ګډون کلنۍ مشاعره جوړه شوه چې د علومو اکاډمۍ رئیس، امنیتي مسوولینو، قومي مشرانو، د ولایتي شورا غړو او د هېواد د بېلابېلو ولایتونو شاعرانو، فرهنګیانو او د شعر مینه والو هم پکې برخه اخیستې وه .
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس جنت ګل فدا له لوري مېلمنو ته ښه راغلاست وویل شو او له ټولو ګډونوالو څخه یې مننه وکړه چې په برخه اخیستو یې مشاعره رنګینه کړه. د کونړ له والي څخه هم مننه وکړه چې د مشاعرې په ترسراوي کې یې معنوي او مالي همکارۍ ونه سپمولې .
په جوړې شوې مشاعره کې د کونړ والي عبدالستار میرزکوال بیا په اسلامي پېښلیک او د نړۍ په تاریخ کې د شعر په تاریخچه او ګټورتوب هر اړ خیزې خبرې وکړې ویې ویل: ژبه د لیکوالانو او شاعرانو په برکت بډایه کېږي او د شاعرانو شعري پنځونې د مورنۍ ژبې د لومړیتوبونو په خوندیتوب کې بنسټیز ارزښتونه پالي او له مرګه یې ژغوري ، په داسې ناستو کې، تاریخي ، فرهنګي او د ژبنۍ بډاینې ځانګړي ارزښتونه را سپړل کېږي او د نويو را ټوکیدلو شاعرانو د هڅونې او ودې سبب ګرځي.
میرزکوال شاعران د ټولنې مهمه برخه وبلله. په وینایې دوی کولای شي د شعر په ژبه د اصلاح په موخه د انتقاد او ستاینې ترڅنګ د جګړو غندنه او د سولې غوښتنه وکړي.
وروسته د کونړ او هېواد د بېلابېلو سیمو شاعرانو د شعر په ژبه د طبیعت د ښکلاوو د ستاینې ترڅنګ د ولس غوښتنې او دردونه خلکو ته وړاندې کړل او په ترنم او غزلو یې د شعر او شاعرۍ مینه والو تنده خړوبه کړه .
د مشاعرې په ترڅ کې د کونړ سیند مهارولو په برخه کې د ولایتي ادارې کړې کړنې د مستند فلم په شکل نندارې ته وړاندې شوې او د ګډونوالو د خوښۍ وړ وګرځېدې .
د مشاعرې په وروستۍ برخه کې د جمهورر‌‌‌ئيس سلاکار لیکوال او شاعر پوهاند لعل پاچا ازمون خبرې وکړې او دغه شان ناستې یې د خلکو د دردونو او غوښتنو د منعکسولو او د خپل فرهنګ، هنر او ادب ځلیدا په برخه کې خورا مهمې وبللې او د فرهنګي بهیر د لا پیاوړتیا په برخه کې یې پر ګډو هڅو ټينګار وکړ.
پای/وصال

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.