26 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 نيوزیلند له پاکستان سره سیالي کوي

نيوزیلند له پاکستان سره سیالي کوي

کابل/باختر/ د چنګاښ ۵ مه د نيوزيلند د کرکټ ملي ټيم...

اسټراليا انګلستان ته ماتې ورکړه

اسټراليا انګلستان ته ماتې ورکړه

کابل/باختر/ د چنګاښ ۵ مه د انګلستان د کرکټ ملي ټيم...

 په هېواد کې د روغتيايي مرکزونو او روغتونونو شمېر زيات شوی دی

په هېواد کې د روغتيايي مرکزونو او روغتونونو شمېر زيات شوی دی

کابل/باختر/ د چنګاښ ۵ مه د عامې روغتيا وزارت وایي چې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د سينما او افغان فلم مقرره بشپړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/دغبرګولي دمياشتې٢٢مه
د سينما او افغان فلم نوې مقرره نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ستر حقوقي سلاکار دلاورنذير زوى په مشرۍ د مؤظف کميسيون په غونډه کې بشپړه شوه .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: دغونډې په پيل کې نذير زوى د سينما او افغان فلم د مقررې د مسودې د چمتو کولو د بهير په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې په دې برخه کې کار پنځه مياشتې مخکې پيل شو.
د هغه د څرګندونو له مخې: دغه مقرره په ١٠ فصلونو، ٥٣ مادو او پنځو ضميموکې چمتو شوې ده.
نذير زوى دغه راز وويل چې پخوانۍ مقرره د سينما او افغان فلم د کارکوونکو د غوښتنو ځواب ورکوونکې نه وه او دغه موضوع د دې سبب شوه چې نوې مسوده چمتو شي.
په دې غونډه کې د سينما او افغان فلم نوې مقرره بشپړه شوه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې له خوا له لاسليک وروسته اجرا کېږي.
پاى \سعيده \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.