په سمنګانو کې لومړنى خصوصي ټلويويزن په خپرونو پيل وکړ

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ دچنګاښ ٣مه :
د رستم په نامه لومړني خصوصي ټلويزيون نن په سمنګانو کې په خپرونو پيل وکړ.
دباخترآژانس دسيمه ييزخبريال دخبرله مخې ؛ دپوهاوي ورکول ، په ټولنيزو ، سياسي او فرهنګي فعاليتونو کې دځوانانو هڅونه  او دسيمه ييزو مسوولانو  دکړو وړو کره کتنه او دقانون له معيارونوسره سم دناخوالو له منځه وړل  درستم دخصوصي ټلويزيون  له اصلي موخو څخه دي .
ددغه ټلويزيون مسوول مدير نجيب الله دانش وويل ؛  چې دغه شبکه  ددغه ولايت  ددوو فرهنګيانو له شخصي پانګې څخه دڅه دپاسه سلو زرو امريکايي ډالرو په لګښت  په ايبکو ښارکې  جوړه شوې ده او خپرونې يې تر اتيا کيلومترۍ پورې واټن  ترپوښښ لاندې نيسي .
درستم ټلويزيون په ورځ کې  دسهار له اتو بجو څخه دغرمې تر ١٢ بجو پورې او  دمازيګر له ٦ بجو څخه دشپې تر ١٠ بجو پورې لس ساعته بېلابېل پروګرامونه خپروي .
په دې ټلويزيون کې دڅلورو نجونو په ګډون لس  داطلاع رسونې اوپه نورو برخو کې په کار بوخت دي .
ديادونې وړ ده چې په سمنګانو کې  په دولتي راډيو تلويزيون سربېره څلور خصوصي راډيو ګانې  خپرونې لري .
پاى\ ف \ ذ

 

Last modified on Monday, 24 June 2019 13:28
back to top