23 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په روزګان کې د پنځو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل/ باختر/ د وږي لومړۍ پنځه وسله وال طالبان پرون ماښام...

په هرات کې په يوه ترافيکي پېښه کې د نهو ښځو ټپي کېدل

کابل/ باختر/ د وږي لومړۍ نهه ښځې نن سهار په هرات...

په ننګرهارکې د څو سپکو وسلو او مهماتو ترلاسه کول

کابل/ باختر/ د وږي لومړۍ د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پوهاند محمدرسول باوري : دجام څلې د ساتنې اوټينګښت لپاره کې به عملي اقدامات وشي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ دچنګاښ ٤مه :
ديونسکو لوى رييس  دجام څلې په اړوند د دغه بنسټ  د ماهرانو تحقيقاتي سندونه  چې پخوا ترسره شوي نن په يوه غونډه کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنرمعين پوهاند محمدرسول باوري ته وسپارل.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دغوښتنې له مخې په افغانستان کې ديونسکو لوى رئيس دجام څلې په باب ديونسکو دمتخصصانو دتحقيقاتو دبېلابېلو دورو سندونه چې له  ٢٠٠٧ څخه تر ٢٠١٧ ميلادي کال پورې  ترسره شوي وو داطلاعاتواو فرهنګ وزارت دفرهنګ اوهنرمعين ته وسپارل.
په دې غونډه کې پوهاند باوري څرګنده کړه ؛ چې له دغو تحقيقي سندونو څخه په استفادې سره به څرګنده شي  چې د يونسکو ماهرانو  له ٢٠٠٧ تر ٢٠١٧ ميلادي کال پورې د جام څلې په اړوند  دخپلو تحقيقاتو د بېلابېلو دورو په بهيرکې څه نتيجې ترلاسه کړي دي،.
هغه وويل ؛ ددغو تحقيقاتو او د نويو تحقيقاتو د پايلو په رڼا کې به د جام څلې دټينګښت اوساتنې لپاره عملي اقدامات ترسره شي.
دغه راز پوهاند باوري د جام دڅلې سيمې ته ديونسکو او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ماهرانو دپلاوي دسفراو پروګرام دهمغږۍ په باب خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې بايد ډير ژر  د جام څلې دټينګښت او ساتنې عملي کار پيل شي.
په افغانستان کې د يونسکو لوى رييس  دجام څلې  دټينګښت  او دافغانستان دنورو تاريخي آبدو د ساتنې او ترميمولو په اړه ددغه بنسټ دهمکاريو ډاډ ورکړ.             پاى \ج \ذ

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.