پوهاند محمدرسول باوري : دجام څلې د ساتنې اوټينګښت لپاره کې به عملي اقدامات وشي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ دچنګاښ ٤مه :
ديونسکو لوى رييس  دجام څلې په اړوند د دغه بنسټ  د ماهرانو تحقيقاتي سندونه  چې پخوا ترسره شوي نن په يوه غونډه کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنرمعين پوهاند محمدرسول باوري ته وسپارل.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دغوښتنې له مخې په افغانستان کې ديونسکو لوى رئيس دجام څلې په باب ديونسکو دمتخصصانو دتحقيقاتو دبېلابېلو دورو سندونه چې له  ٢٠٠٧ څخه تر ٢٠١٧ ميلادي کال پورې  ترسره شوي وو داطلاعاتواو فرهنګ وزارت دفرهنګ اوهنرمعين ته وسپارل.
په دې غونډه کې پوهاند باوري څرګنده کړه ؛ چې له دغو تحقيقي سندونو څخه په استفادې سره به څرګنده شي  چې د يونسکو ماهرانو  له ٢٠٠٧ تر ٢٠١٧ ميلادي کال پورې د جام څلې په اړوند  دخپلو تحقيقاتو د بېلابېلو دورو په بهيرکې څه نتيجې ترلاسه کړي دي،.
هغه وويل ؛ ددغو تحقيقاتو او د نويو تحقيقاتو د پايلو په رڼا کې به د جام څلې دټينګښت اوساتنې لپاره عملي اقدامات ترسره شي.
دغه راز پوهاند باوري د جام دڅلې سيمې ته ديونسکو او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ماهرانو دپلاوي دسفراو پروګرام دهمغږۍ په باب خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې بايد ډير ژر  د جام څلې دټينګښت او ساتنې عملي کار پيل شي.
په افغانستان کې د يونسکو لوى رييس  دجام څلې  دټينګښت  او دافغانستان دنورو تاريخي آبدو د ساتنې او ترميمولو په اړه ددغه بنسټ دهمکاريو ډاډ ورکړ.             پاى \ج \ذ

 

back to top