دمقالې ليکنې بلنليک

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دچنګاښ ٤مه
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت په پام کې لري چې دهېواد دخپلواکۍ  دبېرته ترلاسه کولو دسلمې کاليزې  په مناسبت د (  په افغانستان کې درسنيو او قانون سل کاله څېړنه )  علمي سيمينار جوړ کړي . 
  په همدې مناسبت دهېواد له ټولو ليکوالو ، فرهنګيانو ، رسانه يي فعالانو او څېړونکو  څخه غوښتنه کېږي چې خپلې علمي  _ څېړنېزې مقالې په پښتو او دري ژبو دلاندې موضوعګانو :
  ١_   په يوه وروستۍ  پيړۍ  کې دمطبوعاتو تاريخي تګلورى
  ٢_ دافغانستان دملت په ويښتيا کې درسنۍ رول .
٣_  دهېواد دخپلواکۍ  په ترلاسه کولو کې درسنۍ رول .
  ٤_  په يوه وروستۍ  پېړۍ  کې دورځپاڼه ليکنې په بهير کې  دښځو د شتون ځاى او څرنګوالى
٥_  په وروستيو  سلو کلونوکې دچاپ دصنعت د حالت څېړنه
  ٦_  په وروستيو  سلو کلونوکې دورځپاڼه ليکنې دبهير زيان پېژندنه
  ٧ _  په افغانستان کې دمطبوعاتو دقوانينو دتقوين تګلورى .
٨ _  نوې رسنۍ ، فرصتونه او ننګونې .
٩ _  درسنۍ مديريت .
  ١٠ _ دپرون ، نن رسانه يي محتوا تطبيقي مطالعه
١١_  په رسنۍ  کې دماشوم دادبياتو غيبت او نور اړوندې موضوعګانې وليکې او د ١٣٩٨ کال  دچنګاښ تر  ١٥ نېټې پورې دې ورکړى شوې  پتې  ته ولېږي او يا دې جنسا داطلاعاتو  او فرهنګ په وزارت کې درسنيو په خپرونو دڅارنې رياست ته وسپاري .
ديادونې وړ ده چې محترم ليکوال په مشخصو عنوانونو کې دکټ مټ عباراتو په رعايتول ملزم نه دي او د پورتنيو يوولسو مواردو له اټکل څخه موخه ، دلکيوال دکار دحوزې مشخص  کېدل  چې علمي سيمينار ته زيات مصداق وروبخښي .
مقالې  دعلمي کميټې په واسطه څېړل کېږي او درې  غوره مقالو ته نغدي جايزه په پام کې نيول شوې ده .
برښنا ليک This e-mail address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it
داړيکو  شمېره  ٠٧٧٤٢١٢٠٧٧
ختم _  عطاالله_ اکرم

Last modified on Wednesday, 26 June 2019 04:21
back to top