20 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ژوندانه چاپېريال ساتنې د خبريالانو روزنيزه کارګاه پاى ته ورسېده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د چنګاښ ۵ مه
د «افغانستان مېديوتېک» بنسټ، د ژوندانه چاپيريال ساتنې د خبريالانو شبکې څلور ورځنۍ کارګاه د تصديق ليکونو په وېشلو او د فرهنګي شپې په جوړولو سره پاى ته ورسوله.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د تصديق ليکونو د وېشلو په مراسموکې چې په کابل ښارکې پرځاى شول؛ د «افغانستان مېديوتېک» بنسټ رييس حميد ځاځي د ژوندانه چاپېريال ساتنې په برخه کې د دغه بنسټ د روزنيزو پروګرامونو په باب  خبرې وکړې او ويې ويل: د ژوندانه چاپېريال ساتنې د مسئلو په اړوند د ټولنو د نظر او چلند ډول فرق کوي او له بده مرغه زموږ په ټولنه کې د ژوندانه چاپېريال ساتنې د سلامتيا تفکر د کور په محدوده کې پاتې دى او تراوسه پورې د خلکو ذهنونه دې ته چمتو نه دي چې په کوڅه کې هم کار وشي.
ځاځى وويل چې د «افغانستان مېديوتېک» بنسټ په همدې مقصد يو کال مخکې د (ژوندانه چاپېريال ساتنې د خبريالانو شبکه) د «تيلو» دفتر په مالي مرسته د دېرشو صوتي، چاپي او تصويري رسنيو د فعالو خبريالانو په ګډون جوړه کړه او د هېواد او سيمې په کچه یې د معتبرو کدرونو له خوا د تخصصي زده کړو په برابرولو سره خبريالانو ته د پوهاوي ورکولو په برخه کې د مسوولانه او مسلکي کار زمينه برابره کړه.
ځاځى د (ژوندانه چاپېريال ساتنې د خبريالانو شبکې) د کارونو په باب وويل: تېرکال دغه شبکه د ژوندانه چاپېريال ساتنې په اړوند  ١٦٣ رپوټونه د هېواد د فعالو رسنيو له لارې خپاره کړل چې د پوهاوي په برخه کې يو ستر برياليتوب ګڼل کېږي.
هغه په روان کال کې د دغې شبکې د کاري بدلون يادونه وکړه او زياته يې کړه چې د روان کال رپوټونه اړوندو بنسټونو ته له طرحو سره جوخت د زياتې اغېزمنتيا په مقصد دي چې له بنسټونو سره په ګډه کار وشي چې وکولاى شي د ژوندانه په چاپېريال ساتنه کې مثبت بدلونونه رامنځته شي.
په کارګاه کې د ژوندانه چاپېريال ساتنې ماهرانو د اقليمي بدلون او پر ژوندانه د هغه د اغېزو په باب پوهاوي له خبريالانو سره شريک کړي او خبريالانو طبي کثافات او پلاستيکي کڅوړي د ژوندانه چاپيريال ساتنې په ککړتيا کې ډېر خطرناک وباله او ټينګار يې وکړ چې له پلاستيکي کڅوړو څخه د استفادې مخه بايد ونيول شي او په دې برخه کې خلک همکاري وکړي او د طبي کثافاتو د مديريت په باب هم خبرې وشوې. په ګارګاه کې له عامې روغتيا وزارت څخه وغوښتل شول چې په دې برخه کې جدي اقدامات ترسره وکړي.
پروګرام خبريالانو ته د تصديق ليکونو په وېشلو او د سيمه ييزې اصيلې موسيقۍ په اجرا کولو سره پاى ته ورسېد.
  ختم- ج -اکرم


 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.