20 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د طالبانو د سرې قطعې يو قوماندان ووژل شو

کابل/ باختر/ د زمري ۲۹ مه د طالبانو د سرې قطعې...

په ننګرهارکې د نشه يي توکو د يوه پلورونکي نيول کېدل

کابل/ باختر/ د زمري ۲۹ مه يو سړى له لسګونو انډيو...

په غورکې طالبانو درې ملکي وګړي وتښتول

کابل/ باختر/ د زمري ۲۹ مه طالبانو په غورکې درې ملکي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حسينه ساپۍ: له موجودو امکاناتو څخه په استفادې د توريزم صنعت د ودې او ښه والي په لاره کې هلې ځلې وشي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د چنګاښ ۵ مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن، د ګرځندوی د تحقيق، پراختيا او بازار موندنې او د ګرځندوى چارو د تنظيمولو د رياستونو چارې او کارونه وڅېړل.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په غونډه کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت مالي، اداري او د ګرځندوى معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي هم حاضره وه، د ګرځندوی د تحقيق، پراختيا او بازار موندنې او د ګرځندوى چارو د تنظيمولو د رياستونو مسوولينو د خپلو کارونو په تېره بيا د توريزم د ملي پاليسۍ د مسودې، د توريزم د ستراتيژي پلان د مسودې، د توريزم قانون د مسودې، د توريزم د ملي کمېټې د لايحې د مسودې او د توريزم انستيتوت د اساسنامې د مسودې په باب چې د دغو رياستونو له خوا چمتو شوې دي؛ معلومات ورکړل.
دغه راز په غونډه کې د ګرځندوى د تحقيق، پراختيا او بازار موندنې رياست په ودانۍ کې د يو تالار د جوړولو او د هغه د سمبالولو په باب هم خبرې وشوې او د دغو رياستونو مسوولينو د دغو مواردو په باب خپل پيشنهادونه وړاندې کړل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې ټينګار وکړ چې له دغه تالار څخه د علمي، تحقيقي او څېړنيزو او نورو فرهنګي پروګرامونو په تېره بيا د هغو پروګرامونو د ترسره کولو لپاره چې په ځوانانو او ښځو پورې اړونده بنسټونه یې ترسره کوي؛ استفاده وشي.
حسينې ساپۍ د دغو رياستونو د کارونو د رپوټ له اورېدو وروسته، ټینګار وکړ چې د چارو د ښه والي په موخه ټول اقدامات بايد د دغه وزارت له اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ ترسره شي او له موجودو امکاناتو څخه په استفادې سره هلې ځلې وشي چې د توريزم صنعت د ودې، پراختيا او ښه والي لپاره لارې چارې ولټولې شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې له غوڼدې وروسته د ګرځندوى د تحقيق، پراختيا او بازارموندنې او د ګرځندوى چارو د تنظيمولو د رياستونو بېلابېلې برخې وکتلې.
  ختم- ج - اکرم

Last modified on Wednesday, 26 June 2019 12:42

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.