14 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په اوسني پړاو کې د والیانو ستر مسوولیت

کابل/ د تلې ۲۲ مه / باختر ټول دا واقعیت مني...

په ننګرهارکې د نږدې دوو میلیونو افغانیو په لګښت استنادي دېوالونه جوړېږي

کابل/دتلې ۲۲ مه/باختر د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ په بانډې سيمه...

د طالبانو يو پټنځاى په لوګرکې له منځه يوړل شو

کابل/ د تلې٢٢مه / باختر د پوليسو د ځانګړو قطعاتو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حسينې ساپۍ په چارو کې پر شفافيت او حساب ورکولو ټينګار وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د چنګاښ ۶ مه
د (نوي مديريت) روزنيز پروګرام چې د هېواد د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رياستونو اداري مديرانو ته جوړ شوى و؛ پرون پاى ته روسېد.
د باختر آژانس د خبر له مخې: دغه پروګرام د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کاري بهير د ښه والي، د باکيفيته خدمتونو د وړاندې کولو، د سالمې او حساب ورکوونکي ادارې د جوړولو او د همغږۍ سيستم د پياوړتيا په موخه جوړ کړى و او پنځه ورځې يې دوام وکړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د دې روزنيزې دورې د پاى  په مراسموکې خبرې وکړې او د کارکوونکو د ظرفيتونو د لوړولو او د ادارې د کار په ښه والي کې يې د روزنيزو پروګرامونو ترسره کول ارزښتناک وبلل.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې هيله وکړه چې د دې روزنيزې دورې برخه وال د دې دورې له زده کړو څخه ګټوره استفاده کړې وي او له دې وروسته د هغوى په کاري برخو کې مثبت بدلونونه رامنځته شي.
هغې د اړوندو کارکوونکو د مسلکي پوهې لوړولو ته پاملرنه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لومړيتوبونو څخه وبلله او د ادارې په چارو کې يې پر شفافيت او حساب ورکولو ټينګار وکړ.
د دغې روزنيزې دورې يو تن برخه وال د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د دغه پروګرام د جوړولو په خاطر يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه له پاملرنې مننه وکړه.
هغه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ولايتي ادارو ته د دغه وزارت د زياتې پاملرنې  غوښتنه وکړه او ويې ويل: هغه څه يې چې زده کړي دي؛ په کاري برخه کې به يې مثبت بدلونونه رامنځته کړي.
د مراسمو په پاى کې د روزنيزې دورې مسوولينو پر برخه والو تصديق ليکونه ووېشل.
ختم- شکريه –اکرم

Last modified on Thursday, 27 June 2019 11:29

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.