19 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دسوله غوښتونکو دوګړني حرکت شپږ غړي په لوګر کې وتښتول شول .

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر: دهلمندي سوله غوښتونکو وګړنى حرکت...

٣ وسله وال طالبان دننګرهار په لعل پوره کې ووژل شول .

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر: درې وسله وال طالبان...

طالبانو دکندز دحوزوي روغتون يو امبولانس وتښتاوه .

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر: وسله والو طالبانو نن له...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حسينه ساپۍ: موږ ژمن يو چې هم خپل تاريخي هويت وساتو او هم د عينکو د مسو کان راوسپړو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٢مه
د لرغونو ساحو د آثارو د ساتنې او د عينکو د مسو د کان د پرمختيا په اړوند نن په کابل کې بين المللي سمپوزيم جوړ شو.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: دغه سمپوزيم د اطلاعاتو او فرهنګ او د کانونو او پټروليم وزارتونو رابللى دى او په هغه کې د اطلاعاتو او فرهنګ او د کانونو او پټروليم وزارتونو يوشمېر مسوولينو او حکومتي چارواکو او د کانونو او لرغونپوهنې د کورنيو او بهرنيو متخصصينو ګډون کړى دى.
د دغه سمپوزيم په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د تاريخي آثارو او دغه راز د کانونو د ارزښت په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل چې د افغانستان دوه شتمنۍ په يوه ساحه کې شتون لري: يو د مسو کان او بل د هېواد د تاريخي هويت شواهد دي او موږ ژمن يو چې هم خپل تاريخي هويت وساتو او هم د مسو کان راوسپړل شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د کانونو او لرغونپوهني د برخو له کورنيو او بهرنيو متخصصينو څخه وغوښتل چې د هېواد د دغو دوو ملي شتمنيو په اړه تخصصي تحليل وکړي چې له کومو چلندونو څخه کار واخيستل شي چې له دغو ملي شتمنيو څخه د هېواد د مادي او معنوي پرمختګ په خاطر اغېزمن کار واخيستل شي.
حسينې ساپۍ ټينګار وکړچې متخصصين بايد د حل داسې لارې ولټوي چې هم د هېواد تاريخي هويت وساتل شي او هم د مسو کان له استحصال څخه ګټه ترلاسه شي.
هغې وويل: د عينکو مسوکان په نړۍ کې يو ډېر ستر کان بلل شوى دى او موږ د هغه د استحصال غوښتونکي يو او دا اصل هم بايد هېر نه کړو چې  د عينکو ساحه هم د هېواد د تاريخي هويت په لحاظ او هم د نړۍ د فرهنګي ميراث په توګه ځانګړى ارزښت لري.
وروسته د کانونو او پټروليم  وزارت سرپرستې نرګس نهان خبرې وکړې او ويې ويل چې د عينکو د مسو ساحه نه يواځې د مسو کان د لرلو په لحاظ مهمه نه ده، بلکې د لرغونو آثارو په خاطر چې د ټولو افغانانو هويت دى، هم مهمه ده .
هغې څرګنده کړه: ډېره ښه لاره چې افغانستان د ځان بسياينې په لور بيايي؛ له کانونو څخه ګټه اخيستنه ده چې نه يواځې له هغو څخه عايد ترلاسه کېږي؛ بلکې خلکو او په تېره بيا د ځوانانو لپاره هم کاري فرصتونه برابروي.
د کانونو او پټروليم وزارت سرپرستې څرګنده کړه: موږ د داسې لارو په لټه کې يو چې څه ډول وکولاى شو هم کان راوباسو او هم زموږ لرغوني آثار وساتل شي.
د جمهوررييس سلاکار انجنير محمد يوسف پښتون هم په خبروکې د اطلاعاتو اوفرهنګ او د کانونو او پټروليم له وزارتونو څخه په دې خاطر چې هلې ځلې يې کړې دي چې هم تاريخي آثار له منځه لاړ نه شي او هم کان را وايستل شي، مننه وکړه .
هغه زياته کړه چې په هېواد کې له اقتصادي ستونزو سره سره بيا هم هڅې شوې دي چې د هېواد تاريخي پانګې له منځه لاړې نه شي او داسې مناسبې لارې ولټولې شي چې هم تاريخي آثار وساتل شي او هم کان را وايستل شي.
دغه راز د سمپوزيم پر دوام د کانونو او پټروليم وزارت سلاکار د عينکو مس د کان د را ايستلو مخ ته د پرتو ستونزو په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل چې د کان د را ايستلو په خاطر دوه انتخابونه شته چې هر يو يې خپل ښه والى او بد والى لري .
  هغه زياته کړه: که چېرې کان په پرانيستي ډول را وايستل شي؛ د کان ټولې شتمنۍ را ايستل کېږي، خو د تاريخي آثارو يوه برخه له منځه ځي او که چېرې کان تر ځمکې لاندې ډول را وايستل شي؛ د کان يوه برخه شتمنۍ را ايستل کېداى شي او زياتره آثار ساتل کېږي او دغه راز د کان په را ايستلو ډېر لګښت راځي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپوهنې رييس نورآغا نوري هم د تاريخي آثارو د ساتنې په اړوند د دغه وزارت طرحې وړاندې کړې او ويې ويل:  موږ په دې اړوند چې که چېرې د عينکو د مسو کان په ساحه کې تاريخي آثار وساتل شي، که چېرې ټول تاريخي آثار له ساحې څخه ولېږدول شي او دغه راز په هغه صورت کې چې د آثارو يوه برخه له ساحې څخه ولېږدول شي او يوه بله برخه په ساحه کې پاتې شي؛ په زيات لګښت او په اوږدمهال کې يو لړ طرحې برابرې کړې دي.
هغه زياته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ او د کانونو او پټروليم وزارتونو طرحې او وړانديزونه د لرغونپوهنې او د کانونو د برخې د کورنيو او بهرنيو متخصصينو چې له افريقايي او اروپايي هېوادونو څخه رابلل شوي دي؛ له څېړنې او د نظر له څرګندولو وروسته د تاييد په خاطر د هېواد جمهوررييس ته وړاندې کېږي.
ختم – ف - ع

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.