کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٥ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني، د عینک د مسو کان د استخراج او د دغې سیمې د لرغونو اثارو د ساتنې څرنګوالی، پرون غرمه په یوه غونډه کې وارزاوه.
د جمهور رييس د وياند مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ، په دې غونډه کې چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې، د ملي امنیت شورا سلاکار، د جمهوري ریاست عالي مقام د دفتر ريیس او د عینک د مسو کان د پروژې متخصصینو ګډون درلود، پکې د کانونو او پټرولیم وزارت استول شوي پلاوي د خپلو کړنو راپور وړاندې کړ.
له هر اړخیزو بحثونو وروسته د یاد پلاوي راپور ونه منل شو او جمهور ريیس استول شوي پلاوي ته یو ځل بیا لارښوونه وکړه، چې د څرګند پلان پر بنسټ دې د عینک د مسو کان د لرغونو اثارو د ساتنې او د کان د استخراج په موخه یادې سیمې ته لاړ شي او له دقیقې ارزونې وروسته دې خپل راپور د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.پاى\جهان يار