حسينه ساپۍ: ملي آرشيف زموږ د هېواد د فرهنګ، تاريخ او ملي هويت څرګندوى دى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د زمري١٥مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن په ملي ارشيف کې د تاريخي سندونونندارتون  پرانيست.
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې،  دغه نندارتون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  د يوشمېر رييسانو او ځينو مينه والو په شتون کې پرانيستل شو .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د دغه نندارتون د پرانيستلو په مراسمو کې څرګنده کړه، چې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کاليزې په مناسبت، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ډول ډول فرهنګي پروګرامونه  جوړ کړي دي او نن موږ د تاريخي سندونو د هغه نندارتون د پرانيستلوشاهدان يو چې د ملي ارشيف له لوري جوړ شوى دى.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وويل، چې ملي ارشيف په حقيقت کې د هېواد د تاريخ ملي فرهنګ اوتاريخي هويت په باب موږ ته معلومات راکوي  او ټينګار يې وکړ چې د ملي ارشيف  د تاريخي خزانو د ساتنې په لاره کې  بايد  لازياتې هڅې  وشي.
  وروسته  د ملي ارشيف رييس محمد افسر رهبين د دغه نندارتون په باره کې  معلومات وړاندې کړل او ويې ويل : ملي ارشيف  د يو ملي معتبر بنسټ په توګه له زياتو کلونوراپدېخوا د دې هېواد  د فرهنګ او تمدن د پيژندنې په لاره کې هڅې کړي دي څو د هېواد د دغو تاريخي خزانو مخزن په ښه توګه  وساتل شي.
  هغه د هغو طرحو په اړوند چې د ملي ارشيف د ښه والي په خاطر برابرې شوې دي  معلومات ورکړل او ويې ويل، چې په ملي ارشيف کې  څه د پاسه سل زره  تاريخي سندونه او څه د پاسه اته زره  تاريخي  خطي نسخې شته.
په دې نندارتون کې څه د پاسه سل تاريخي سندونه او کابو سل تاريخي عکسونه نندارې ته وړاندې شوي دي چې  فرمانونه، ژمن ليکونه ، تړونونه، نظام نامې او تاريخي عکسونه  چې زياتره يې  د شاه امان الله خان په دوران پورې اړه لري نندارې ته وړاندې شوي دي.
په ملي ارشيف کې دغه نندارتون د دوو نورو ورځو لپاره هم په وړيا ډول د مينه والو پرمخ پرانستى دى .
  ختم_ ف _ اکرم

 

Last modified on Wednesday, 07 August 2019 04:03
back to top