20 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پایلې دې ځنډنۍ وي، خو چې رڼې وي

کابل / د تلې ۲۸ مه / باختر د انتخاباتو خپلواک...

د استاد رحمت الله رسا ادبي اثر چاپ شو

کابل/ د تلې٢٨مه / باختر د صلح سبزجهانى...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق روزنيزه کارګاه جوړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل/باختر/ د زمري ١٧مه
د افغانستان د رسانه يي تحقيقاتو او څېړنو انستېتېوت، سيمه ييزو او ملي رسنيو خبريالانو او د دولتي ادارو د عمومي اړيکو د څانګې يوشمېر مسوولينو ته په هرات کې  اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق  روزنيزه کارګاه جوړه کړه.
د کارګاه جوړونکي د يادې کارګاه هدف په دولتي ادارو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق  د قانون  په باب نه پوهاوى ياد کړ .
د دغې روزنيزې کارګاه استاد وهاب صديقي وويل: د دولتي ادارو د خبريالانو او مسوولينو  په راټولولو سره مو وغوښتل  چې د دوى ترمنځ ښه همغږى رامنځته شي.
صديقي وويل: د دولتي ادارو زيات شمېر کارکوونکي  نه پوهېږي  چې دغه قانون څه او د څه په باب بحث کوي؟  د کارګاه يوشمېر برخه والو په دغه روزنيزه کارګاه کې د ګډون هدف اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق له قانون څخه  د استفادې لپاره  د نويو لارو چارو زده کول وبلل. 
ختم_ ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.