18 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دقندهار – هرات ...

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دطالبانو دډلې يومشهور...

دسرې مياشتې  مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

دسرې مياشتې مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دافغاني سرې مياشتې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ( افغان پاچا ) کتاب پرانيستل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / باختر/ د زمري ١٧ مه
د افغان پاچا کتاب د هېواد د يوشمېرفرهنګيانو له لوري د يولړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شو.
دغه کتاب پخوا د افغانستان د عمومي تدريساتو د رييس محمد حسين خان په واسطه د شاه امان الله خان له ژوندانه، تاليف شوي و چې د هېواد د يوه تګړه ليکوال مير احمد ياد په واسطه پښتو ژبې ته ژباړل شوى دى.
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې، د دغه کتاب د پرانيستلو په مراسمو کې د جمهوري رياست دعامه او ستراتيژيکي اړيکو د ادارې رييس وحيد عمر څرګنده کړه چې د افغان باچا کتاب د شاه امان الله خان د شخصي اوسياسي ژوندانه ،  فعاليتونو او د پاچاهۍ د دوران د اصلاحاتو څرګندوى دى چې مطالعه يې لوستونکى جذب او د شاه امان الله خان د شخصيت روښانه تصوير وړاندې کوي .
د مراسمو په دوام د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت وياند او د فرهنګي  چارو سلاکار محمد صابرمومند د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ پيغام ولوست.
په پيغام کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې  پښتو ژبې ته د دغه کتاب ژباړنه د غازي امان الله خان د ورپېژندنې په لاره کې ارزښتناک ګام بللى دى او زياته کړې يې ده، چې د افغان باچا کتاب يواځې د يوې پاچاهۍ مسوده نه بلکې د ټولنې په وړاندې د شاه امان الله خان دغبرګون، درک، شخصيت، نظريو، افکارو، پروګرامونو او د شخصي ژوندانه بشپړ تصوير دى.
په همدې ترتيب په فرهنګي چارو کې د جمهور رييس سلاکار پوهاند ډاکټر لعل پاچا ازمون، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي چارو سلاکار ډاکټر محمد طارق  رشاد او د هېواد يوشمېر نورو فرهنګيانوهم د موضوع په باب خبرې وکړې.
ختم_ عطاالله – اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.