19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د خپلواکۍ تاریخي درسونه Featured

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل/ باختر / د زمري ۲۵ مه
د باخترآژانس سیاسي مفسر لیکي:
پوره یوه پېړۍ مخکې افغان اتل ملت د ځوان، هڅاند، نوښتګر، پر هېواد او ولس مین  شهزاده  غازي امان الله خان په مشرۍ د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ چغه پورته کړه. دا چغه دومره پیاوړې وه، چې له ځنډ پرته یې په ټوله سیمه او نړۍ کې انګازې خپرې شوې او د هغه مهال ستر استعماري ځواک، چې په امپراتورۍ کې یې لمرنه ډوبېده، پرته له دې چې د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژني، بله لاره او چاره نه لرله. افغانستان په دې جغرافیه کې لومړی هېواد و، چې بشپړه خپلواکي یې تر لاسه کړه. امان الله خان ته په ټوله سیمه او ان نړۍ کې د یو ستر اتل په سترګه کتل کېدل.
په ځانګړي ډول د هند په نیمه وچه کې ټولو آزادۍ خوښوونکو ولسونو دا شعار زمزمه کاوه چې: ( ویاړ دې وي پر غازي امان الله خان، ژوندی دې وي غازي امان الله خان). د سیمې او نړۍ مطبوعاتو به د غازي امان الله خان انځورونه خپرول او د افغانانو پر اتلولیو به یې لیکنې کولې.
د افغانستان په تاریخ کې نوې پاڼه پرانیستل شوه. له تېرو پاچاهانو سره د امان الله خان ستر توپیر دا و، چې د ده لپاره د پاچاهۍ د ورځو شپو تېرولو مفهوم نه لاره، ده پاچاهۍ ته د مزو او چړچو د یوې وسیلې په سترګه نه کتل. امان الله خان پاچاهي د ملت یو ستر امانت او مسوولیت باله.
ژمن پاچا د دغه ستر ملي مسوولیت د سرته رسولو لپاره پراخ پروګرام درلود. د ده د پروګرام لومړۍ برخه همدا د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ ترلاسه کول وو. دلته د یو ټکي یادول اړین دي او هغه دا چې افغانستان په خپل ټول تاریخ کې د کوم استعماري زبرځواک مستعمره نه دی پاتی شوی، خو د نولسمې پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په پیل کې د یو شمېر مجبوریتونو او دغه راز په سیمه کې د یوې سترې جیوپولیتیکې لوبې له امله یې بهرنی سیاست د بریتانوي هند تر کنترول لاندې راغی. امان الله خان د افغانستان بشپړه خپلواکي تر لاسه کړه او بیا یې د هېواد د پرمختګ لپاره د خپل پراخ پروګرام عملي کولو ته مټې راونغاړلې.
ده غوښتل چې افغانستان یو مډرن دولت ولري. د مډرن دولت د جوړولو لپاره لومړی شرط د قوانینو جوړول دي. اماني دوره په هېواد کې د قانون جوړونې پیلامه بلل کېږي. په ګڼو برخو کې نظامنامې تصویب شوې اود دولتي جوړښتونو د فعالیت لپاره حقوقي بنسټ او چوکاټ برابرشو. تر ده مخکې باور دا و، چې د پاچا خبره قانون دی، هرڅه چې پاچا وایي، باید هرومروتطبیق شي، خو امان الله خان دا  باوربدل کړ او قانون یې پر هرڅه لوړ او غوره وباله. ده د قانون بشپړ حاکمیت د هېواد د پرمختګ لپاره بنسټیز شرط باله. امان الله خان په مالي، اقتصادي، کلتوري، معارف،  ټولنیزو  او نورو برخو کې هم  ګڼ پرمختیایي پروګرامونه لرل، چې که کورنیو او بهرنیو دښمنانو د دغو پروګرامونو د عملي کېدو مخه نه وای نیولای، نو پوره باور دی، چې نن به افغانستان د نړۍ د ډېرو پرمختللیو هېوادونو په ډله کې شمېرل کېدای اونورو ته به مو د مرستې لاس اوږد نه وای. دا د هر پوه او هوښیار افغان دنده او مسوولیت دی، چې په خپل ګرېوان کې سر کښته کړي او په دې اړه فکر وکړي، چې د افغانستان د پرمختګ او غوړېدا  لپاره د غازي امان الله  خان ګڼ پروګرامونه ولې عملي نه شول. موږ باید په دې برخه کې له ناکامۍ درس واخلو او دا دی سل کاله وروسته بايد د همغو پروګرامونو د عملي کولو لپاره خپل مسوولیت سر ته ورسوو.
ن. ش.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.